کور / تازه خبرونه / جوزجان: يوه نامعلوم كس د خانقا ولسوال وژلي دئ

جوزجان: يوه نامعلوم كس د خانقا ولسوال وژلي دئ

د جوزجان ولايت د امـــــــــــيني قوماندان وويل چي ددي ولايت د خانقا ولسوالي ولسوال يو نامعلوم كس وژلي دي د امني قوماندان خليل امين زاده وويل : نن سهار اته نيمي بجي كله چي كريم روكي د خانقا ولسوال غوښتل د خپل كار دفتر ته ولاړ شي د قليچ آباد و اوګم كليو تر منځ د نامعلوم كس لخوا د چړي په وهلو سره وژل شوي په قضيه باندي څيړني رواني دي او لا تر اوسه پدي اړه وخته ده چي څه ووايو : يو كس چي ځان د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد معرفي كوي ژورناليستانو ته يي په تيليفوني پيغام ليكلي چي ددي ولسوال وژنه د دوي كار دي او دي پيښي مسوليت يي پر غاړه اخيستي خو د جوزجان ولايت د امنيي قوماندان بيا د طالبانو دا ادعا ردوي او وايي چي دا ولسوال په هر سهار پرته له محافظه او موټره دفتر ته ته ښايي د شخصي خصومتونو له مخي چا وژلي وي دي زياتوي ښايي د شخصي خصومتونو له مخي دا كار شوي وي او يا هم د هغه خلك چي د ځمكي دعواګاني لري كوم يوه دي وژلي وي دا يوه جنايي پيښه ده دا په هيڅ جه د طالپ كار ندي كه طالپان اوس هم خبر شي چي دا سړي په چاړه وژل شوي نو وايي چي ولسوال موږ وژلي دي .


كه څه هم د جوزجان ولايت د امني قوماندان وايي چي پدي ولايت كي د طالپانو شتون ردوم خو شاوخوا شل ورځي مخكي د خانقا ولسوالي ته نږدي د دوه مخابراتي خصوصي شبكو انتنونه را غورځول شوي وو چي چاي مسوليت پر غاړه وانخيست .


تيره شپه هم په سرپل ولايت كي په يوه امنيتي پوته بريد شوي چي سيمه ايې دولتي مقامات دا نه تاييدوي خو دا كس چي ځان د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد معرفي كوي د نامعلوم ځايه د تيليفون په ليكه ويلي دي چي هغه كار د طالبانو نه بلكه د سيمه ايزو دولتي امنيتي مقاماتو شخړي دي او همداراز يي په مزار شريف كي د پروني په بيرل كي ځاي په ځاي شوي ماين چي په چاودنه يي دري كسه سطحي ټپيان شوي وو  مسوليت هم وانخيست .