کور / تازه خبرونه / کندهار : سرحدي پوليسو يوشمېر وسلې او نشيي توکي نيولي

کندهار : سرحدي پوليسو يوشمېر وسلې او نشيي توکي نيولي

د کندهار ولايت امنيت آمر تېمورشاه يوسفزى وايي چي ددې ولايت سرحدي پوليسو يوشمېر وسلې او نشيي توکي د تېري اوونۍ په اوږدو کي نيولي .
نوموړى وايي چي يادي وسلې چي درې ميله کلاشنکوفونه ، لس کړۍ د راکټ ماينونه او څو عرادې موټر سايکلونه دي دسپين بولدک په ولسوالي کي يې نيولي .
نوموړى وايي چي په ياده ولسوالي کي يې ٣٠٠ کېلوګرامه تارياک ١٢٠ کېلوګرامه چرس هم نيولي .