کور / هستوي فزيک / نړۍ یو ځل بیا د راډیو اکټیف وړانګو له ګواښ سره مخ شوه

نړۍ یو ځل بیا د راډیو اکټیف وړانګو له ګواښ سره مخ شوه

د سکاټلند چاپیریال ساتنې ادارې دا منلې ده چې د سکاټلنډ په ډورنای هستوي بټیو کې یو سوری را مینځ ته شوی چې په پایله کي یې د بټیو چاپیریال ته راډیواکټیف اوبلن مواد وتلي دي. که څه هم دا داره وایي چې دا وړانګې بهرني چاپیریال ته نه دي وتلي خو د هستوي فزیکپوهانو په آند چاپیریال ته د آیونایزکونکو واړنګو وتل په هر حالت کې چاپیریال ته ګواښ دي. اوس د ډورناي بټیو اداره وايي چط هیچاته هم ګواښ ندی متوجه خو بیا هم 2.6 بلیونه پونډه د احتمالي ګواښ د له منځه وړلو لپاره لګوي. کارپوهان وايي چې په سکاټلنډ کې د ډورنای بټی په مصون ځای کې نده جوړه شوي.

دا ډول سوری د بټیو د پاکولو په ترڅ کې مینځ ته راتلای شی. د ډورنای بټي په کال ۱۹۵۰ لمریز کې جوړه شوې او تر ۱۹۹۴ پوري یې سکاټلنډ ته بریښنا ورکړې ده. دا په داسې حال کې ده چې روان کال په مارچ کې د جاپان په فوکوشیما هستوي بټیو کې سوریو هم نړۍ د راډیو اکټیف وړانګو له ګواښ سره مخ کړې وه.