کور / خبرتیا او پيغامونه / ولسمشر ته پرانيستى ليک

ولسمشر ته پرانيستى ليک

 
متحده جبهه لوړې څوکۍ غواړي


د افغانستان  د اسلامي جمهوريت جلالتماب جمهور رئيس سلامونه او پيرزوينې مو ومنه د خداى په امان و اوسې .
جلالتمابه ،په بغلان کې د ناوړه پېښې په خبرېدو خواشيني يو وکيلان هم زموږ وروڼه او دوستان وو د ژوند ترخې او خوږې به يې ضرور ډېرې ليدلې او کتلې وي خو افسوس او ژړا د هغه تنکيو ماشومانو په حال چې په دغه چاودنه او يا په جنوب کې هره ورځ  د سورمخيو په بې سترګو بمباريو کې وژل کېږي .په بغلان کې د پېښې عيني شاهدان وايي چې ماشومان او نور بې ګناه عام وګړي ټول د وکيل صاحبانو د ساتونکو  په ډزو وژل شوي خير په هر حال  موږ غواړو په دې برخه کې ژورې پلټنې وکړئ او ځان ته خپل حال معلوم کړئ . خو د متحدې جبهې د غونډو او مجلسونو څخه ټوله پړه پر دولت اچول کيږي تر څو له همدې لارې ټلواله په دولت فشار راوړي او بيا خپلې څو کرغېړنې څېرې په تاسو در وتپي ،موږ هيله کوو چې د کاظمي څخه د احمدشاه مسعود په نامه اتل جوړ نه کړى شي يو وکيل وو د پنځو نورو وکيلانو په څير دده په څير موږ په سلګونو نور پښتانه هم هره ورځ په جنوب کې له لاسه ورکوو خو ستا د نه مهربانۍ له کبله نه ماتم اعلان شو او نه د په پښتنو داسې شفقت او مهرباني وکړه لکه ستا لومړى مرستيال خليلي چې يواځې د کاظمي پر مړينه خپله اعلاميه خپروي او پنځو نورو وکيلانو ته د انسان په سترګه هم نه ګوري افسوس د خليلي په حال د نوموړي د خواشينۍ پيغام يو تاريخي پيغام وو چې تيره ورځ د دولتي تلويزيون له لوري خپور شو نه يې په لسګونو معصوم ماشومان ياد کړي وو او نه يې پاتې پنځه وکيلان چې د کاظمي سره څنګ په څنګ ووژل شول موږ دا نه وايو چې ته هم د خليلي په څير بې سترګو شه خو پام کوه چې ټلواله په نور کريډت نه ارزي او پښتانه يې بايد قرباني نه شي .


محمد صبور پيمان