کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دبهرنيو چارو ډي ډي آرشوى وزير بياهم خپل دولت تخريبوي

دبهرنيو چارو ډي ډي آرشوى وزير بياهم خپل دولت تخريبوي

 


د افغانستان د بهرنيو چارو ډي ډي آر شوى وزير رنګين سپنتا چې همدا اوس په عربي متحده اماراتو کې دى د افغانستان حکومت او په ځانګړې توګه د پښتنو په تخريب بوخت دى.


نوموړى د خپل وياند بهين ،د خاد او کمونيستانو د پخوانيو غړيو ،د امارتو د سفارت د لومړي سکرتر عبدالرحيم همدرد ، د خاد د پخواني غړي اتمر چې په روسيه کې ديپلومات وو او د ملي ټلويزيون د ډي ډي آر شوى  پخواني مشر متعصب نجيب روشن سره يو ځاى له يو شمير آلمانيانو سره اوس په امارتو کې په دې باندې کار کوي تر څو په کابل کې يو د شعليانو فرهنګي مرکز جوړ کړي ، آلمان او امارت په دې سره سلا کوي تر څو داسې مرکز جوړ کړي چې هلته د طالب او حکمتيار په نامه پښتنو ته فرهنګي ګوزارونه ورکړي.


 ،دوى المان او امارتو ته د خپلو خبرو په ترڅ کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت او ملي راډيو ټلويزيون په اړه ويلي چې دغه دواړه مهم فرهنګي مرکزونه همدا اوس د حکمتيار او طالب ډوله کسانو په لاس کې دي او خپله حکمرايي ور باندې کوي د سپنتا په مشرۍ دغه ډله غواړي نړيوال په دې سلا کړي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت او ملي راډيو ټلويزيون پياوړي کولو ته اړتيا نشته او بايد د سپنتا په څير شعليانو ته يو فرهنګي مرکز په کابل کې د دوى په مرسته جوړ شي .