کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / بابوزی :د هيواد ولسمشر ته د ويلو يو څو خبري

بابوزی :د هيواد ولسمشر ته د ويلو يو څو خبري

د بابوزي په قلم


د هېواد اولس مشر ته د ويلو  څو خبري


دهېوادونو او اولسونو د پرمختګ يون هغه مهال  بريالۍ وي  چي  واکمنان يې د پيښو سره وړ او پر موقع  غبرګون و ښه يې . که رښتيا و وايم  نو ستاسو تر مشرۍ لاندي  اداره  د پر ځای غبرګون اود پيښودمناسب سمون وړ تيا نه لري اويا يې دا وړتيا د لاسه ورکړېده .  زه غواړم درې خبري ستاسواو ستاسو د سلاکارانو سره شريکي کړم :


لومړۍ : زه په پوره ډاډ وايم چي هر افغان ورور ته ور پيښ غم ټول هېوادوال د ځان غم ګڼي ، او د بغلان غميزه يوه د هغو ده چي ټول هېوادوال يې په پيښېدلو غمجن دي ؛


دوهمه خبره : دا هم په ډاډ وايم چي هیوادوال پوهيږي  چي دا درې ورځنۍ اعلان شوۍ وير  د هغوټولو تر اويا تنوزيات  معصومو  شهېدانو لپاره نه دۍ ، دا يوازي د يوه پيژندل شوي تن  او د هغو د پلويانو د خوشاله کولو لپاره د ۍ .


دريمه خبره : که شپه تياره ده مڼې په حساب دي ؛ ستاسو هره کړنه او هره وينا زموږ د هېوادوالو لپاره د يوه منتخب اولسمشر وينا او کړنه ده ، هم ارزښت ورکوي او هم يې د ارزوني حق ځان ته ساتي . تاسو او ستاسي سلاکاران دي پوه شئ چي افغان اولس هم داورېدلو توان لري او هم د ليدلو  ،  احساسولو او هم د ويلوميړانه لري. ستاسو د لوري اعلان شوي وير ته ملي وير نه بلکي دولتي وير وايې .


رښتيا خو دا ده چي زموږ اولس  هره ورځ  د وير پر ټغر ناست دۍ  ، دا تاسي او ستاسي سلاکاران دي چي  هغه غملړي جنازې او پر کورنيو راپريوتي کورونه او ديوالونه نه ويني  ، بس چي يو تن خپل خپلوان ته يې زيان ورسيږي نو بيا  هغه زيان ته د خپلي کورنۍ وير نه بلکي ملي وير وايې او پر نورو يې د تپلو او منلو زور اچوي   . ښاغلې اولسمشره  ! دا څو پوښتنو ته به ستاسو سلاکاران څه ځواب و وايې :


١ – تاسوولي  د عبدالرحمن ، حاجي قدير ، حاجي فريد او په دې ډول زياتو نورو پر وژنه او شهادت  د ملي وير اعلان ونه کړ  ؟ 


٢ – تاسو ولي د روزګان ولايت په دهراوت کي  پر واده د شوي بمباريو له امله   د اويا تنو  شهېدانو پر پيښه  د ملي وير اعلان ونه کړ ؟


٣ –  تاسو ولي د کابل ښار په منځ کي د هغي بلوا او اشوب پر پيښو چي په لسګونه عام وګړي په شهادت ورسېدل او ملي او شخصي شتمنيو ته خوراډير زيان واوښت ، ولي ملي وير اعلان نه کړ ؟


دا خبره بيله ويلو څرګنده ده چي اوس نو ولي تاسو ملي وير اعلان کړ . هر افغان د دې اعلان په بيخ او څټ پوهيږي .


افغان اولس  د بغلان د پيښي د هغو ټولو ماشومانو ، معلمينو ، کارګرانو ، اولسي وګړو ، دولتي مامورينو ، د اولس استازيو ( وکيلان ) او حتې هغه تن  چي تاسي يې  وير جن کړي ياست ، د ټولو سره په رښتينې توګه خواخوږي لري او په دې ستر وير کي ځان شريک ګڼي او د هري کورنۍ سره په لپو لپو اوښکي تويوي ، او هغو ټولوشهيدانو ته د ستر څښتن ( ج )  په دربارکي  دفردوس جنت  غوښتنه کوي  . انا الله انا اليه راجعون  .


  خو تاسي او ستاسو سلاکاران دي  ،  پوه شی چي ستاسو له لوري اعلان شوی دولتي ويرو او ماتم به اولس را خپل نه کړي . بلکي لا به نور هم د هغه ځان پالو اوامتياز  غوښتونکو پر لوري د کرکي او غضب  سيورۍ خپور کړي چي  هم يې  په تيرو مهالونو کي افغان اولس ترټلۍ او هم دا اوس د امتيازاتو په لرلو او زياتولو بوخت دي .  


تاسو چي هره ورځ په خبري رسنيو کي اورۍ او يا يې لولۍ چي د هېواد په بيلا بيلو سيمو کي  په منځنۍ توګه د شلو څخه بيا تر سلو تنو پوري بي  وزلي  افغانان وژل کيږي  . د هېواد پر ولسواليو بريدونه کيږي او ستاسو د واکمنۍ څخه بيليږي ، ايا تاسو هغو اولسونو ته  پام کړۍ چي ستاسو د ملګرواو ستاسي د مخالفينو  تر منځ په روانه سياسي او نظامي لوبه کي خپل  کور ، کلۍ او ژوند د لاسه ورکوي  ؟


اولس پوهيږي چي د دې ټولي  غميزي مخنيوۍ په لنډمهال کي ستاسو تر توان وتلۍ دۍ ، خو هغه څه چي اولس يې غواړي هغه واوره :


د خپل واکمنۍ او توان تر بريده عدل وکړه ؛ او که يې نه شئ کولای  بيا د خلاصون لاره اولس ته رښتيا ويل او خپل غاړي خلاصول دي .


و ما علينا ا للبلاغ