سرپرست وزير، سرپرست ريس ، سرپرست سرپرست سرپرست

د لراوبر اداره | اکتوبر 12th, 2011


پرون په موټر کي ناست وم او زما یو عادت دي چي کله په موتر کي کښینم نو ازادۍ راډیو ته غوږ یم ، کله یو ډول غمژن خبر او کله بل ډول غمژن خبرونه نشروي خو څه وکړو دا خو زمونږ د پښتو د ژوندانه عادي مساییل دي چي په ورځ کي باید کم ترکمه ۳۰ تر ۴۰ پښتانه ووژل شي او همدومره زخمیان شي


دا چي خبره راڅخه اوږده نه شي راځم خپل اصل مطلب ته، چي هغه د سرپرستانو په باره کي دي:


پرون چي کله له کار څخه بیرته د کور لور ته روان وم نو د معمول سره سم مي د  ازادۍ رادیو ته غوږ نیولي ؤ او موټر مي چلولو ، زما د کور او دفتر تر منځ فاصله ډیره کمه ده خو د لارو د بندیدلو له وجي د راډیو د اوریدلو لپاره ښه دیر وخت لرم،


یو خبر نشر شو چي د اوبو او بریښنا سرپرست وزیر د کندهار ولایت ته د بریښنا د لینونو د لیږدولو د پروژي قرارداد د یوي کمپنۍ سره لاسلیک کړلو، دا خو ښه خبر ؤ ، وروسته لدي بل خبر داسي ؤ چي د کندهار سرپرست امنیه قوماندان نن ووييل چي د کندهار په ولایت کي يي ……………………… ونیول، نو چي کله دا خبر هم تیر شو  نو دا چینل مي بدل کړلو اویو بل چینل مي راونیولو ، په هغي کي وييل چي پلاني سرپرست رييس د خپلو اړوندو کسانو سره غونډه وکړه،
نو دا چي له هره خوا څخه مي د سرپرست نوم اوریدلو زه په سوج کي شوم چي اخر تر څو به مونږ موقت حکومت او سرپرست وزیران، رئیسان، والیان او نور لرو،
داچي یو وزیر صاحب د ولسي چرګي څخه رایه وانخستلاي شوه او بریالي نه شو نو پکار ده چي د هغه په بدل کی بل څوک ولسي چرګي ته ورواستول شي چي هغه وزیر او یا  رئیس شي، په افغانستان کي خو یواځي دغه څو تنه پوهه او لوستي خلک ندي نور خلک هم شته چي لوړي زده کړي يي کړي دي ، کولاي شي چي وزیر شي ، والي شي او یا ريئس شي، که چیري همدا ۱۴ کسیز ګروپ په دي وزارتونو کي ښکته او پورته کیږي نو افغانان به څنګه پدي وپوهیږي چي مونږ نور پوهه او تجربه لرونکي اشخاص هم لرو، کرزي صاحب خو دا ۱۴ یا ۱۶ کسیز ګروپ را ټینګ کړي هغه خو بل څوک نه پیژني
نو زه پدي سوچونو کي شوم چي خداي مه کړه چي دوه کاله وروسته ځمونږ رئیس جمهور هم سرپرست نه شي ، که ټاکني همداسي ترسره شي لکه څنګه چي تیر ځل وي نو بیا خو کرزي صاحب مجبور دي چي د سرپرست جمهور رئیس په حیث وظیفه اجراء کړي او ټول حکومت سرپرستانو ته وسپاري
نو پدي هیله چي نور د دي سرپرستانو څخه خلاص شو او ښه نیک ، تجربه لرونکي ، خداي پرستان او په وطن مين وزیران او والیان او رئیسان د دي حکومت چاري کنترول کړي
خداي دي نور په مونږ غریبو ورحمیږي او خداي دي وکړي چي دا پښتون وژنه نوره ختمه شي
په درنه پښتنه مینه

Copyright Larawbar 2007-2024