کور / کره کتنه / د لــــــــــوی لا لا پــــورونه

د لــــــــــوی لا لا پــــورونه

خدای که مې زړه ته لويږي چې دا خوار ، کړيدلی او د خپلو بچو له لاسه چور شوی هيواد دي جوړ شي ، يا دې دا ځوريدلی ولس د سوکالۍ ساه تر سپږمو وباسي او يا دي په دوی باندي يوه داسي شيبه راشي چې دوی دي له ژړا خلاص شي او. له ځانه سره دي د خوښۍ احساس وکړي


دا ځکه دهرچا چې په کومه اندازه  په دې بدبخته هيواد باندي وس بر شويدی ځان يې نه دی تري سپمولی چې د ده په لاس دي څه ورغلي وي يا دي کور ته نه وي وړي اويا دي د خپل ځان په ګټه نه وي استعمال کړي.


کليوال او غريب ولس ته خو دهيچا پام نشته چي له لوږي مړه کيږي ، د ماښام ګوله په کور کي نه لري ، لوی او واړه بچوڼي يې ټول له لوږي ژاړي ، څوک يې د ډوډۍ او څوک د (نانا) ناري ورته وهي ، خو پلار اومور چي يې تش لاسونه خپلو اولادونو ته ناست دي ، په مخونو باندي يې سيندونه  سيندونه اوښکي را رواني دي او دخپلو ګرانو بچو د ارامتيا لپاره ور سره څه نشته نو څه وکړي، آيا ستا په دې حال زړه نه خوږيږي او که ته دومره په نشو کې غرق يې چي لا تر اوسه دهمدي خوارانو دلوږي ناري او د وږو ماشومانو ژړاوې دي نه دي تر غوږو شوي او که دي دا له راډيوګانو او ټلويزونونوڅخه نه دي اوريدلي چې د هيواد يو شمير وګړو دي له لوږي  خپل ماشومان  د خپلو نورو اولادونو د ژوندي پاته کيدو له امله د يوي يا دوه بوجۍ اوړو په بدل کي خرڅ کړي دي ، آيا ستا به په خپل واړه ماشوم باندي هم دا زړه وشي چي دخپلي خوږي مور له مينه ناکي غېږي څخه دي بېل او پردۍ غېږي ته دي ولاړ شي رښتيا يې ويلي دي چې ( موړ د اوږي له حاله څه خبر دی؟ )


دهمدي ليکني ليکلو ته ځکه اړ شوم او د دې ليکل مي ځکه د ځان لپاره يو اړين او ضروري کار وباله چي تيره ورځ مي دکندهار په ولايت کي د دولت له يو بهرني قرار دادي سره يو داسي بيل وليدی چي دهمدي ولايت يو رياست ته يې چي اصلاً يې (۷) نفره کار کوونکي درلودل او کوم ميلمستون هم نه ؤ دهمدي (۱۳۹۰) کال د تلي ، لړم او ليندۍ د مياشتو لپاره د (۷۰۰۰۰) اويازره ( روپو) يواځي کاجو ، بادام ، پسته او کاراباو انرژي رانيولي وه او ددوی کار هم ماته معلوم ؤ چې ټوله ورځ به دمېزونو شاته ناست ؤ په تليفون کي به يې خبرې کولې او خندل به يې ، هغه دچا په خوله کار کول دي قسم شي که به دوی کړی وي ، نو دهمدي دفتر مسؤل ته  وايم دغه پيسي چي تاهسي عبث مصرف کړي لومړی خو څه چور نه دی او دوهم بيا سبا د همدي پيسو حساب له دي ملت سره دغه بهرنيان کوي او دهمدي ولس له څاڅکي څاڅکي ويني څخه يې د غوښتني هيله کوي او دا ولس خبر نه دی چې په سر يې څه لوبي کيږي


نور که نه وي ړوند شي دومره خو به دي سر خلاصيږي يو خوا دي د هيواد شتمنۍ او کانونه ټول دپرديو له لوري لوټ شول ، هغه پورونه او قرضونه چې لوی لالا کړيدي هغه دي زما په خيال له ياده وتلي دي چې  د هيواد دهر يو وګړي په سر دي نزدي ( شل زره ) امريکايې ډالره رسيږي اوس تا هم ورته دخپلي ځولۍ خوله خلاصه کړه او لا مو په دې ولس زړه نه دی سوړ شوی.


نو اخير خو مسلمان يې ، اخيرت لري ، مرګ خو به دې زړه ته لويږي ، دقبر دسوال ، ځواب او دميزان په حسابونو کې خو به هم کوم شک نه وي درته پيدا شوي چي داسي دي  د دي مظلوم ولس و حق ته له خولي کڅوړه اوله ګيډي بوجۍ جوړه کړيده ، ولي ظالمه! په دې ولس که دي زړه نه خوږيږي اخير په ځان خو دي زړه خوږ کړه چي په اخيرت کي به د همدي ځوريدلي ولس دحق خوړلو په بدل کي څه معامله درسره کيږي نو زه وايم چي خدای دي هدايت درته وکړي چي ……….. شی کنه وي ګمان خو مي نه کيږي اوکه ستاسو لاسونه  له دې کارو څخه نه دريږي نو  زموږ قلمونه هم په خدای چې زموږ له واکه وتلي دي.