کور / کره کتنه / تورهندوستانی دکمپيوټر او پښتون د بېلچې کار کوي

تورهندوستانی دکمپيوټر او پښتون د بېلچې کار کوي

چې د خيل قام وسنو حالاتو ته وګورم نو له ځانه مې زړه موړ شي-ځکه چې په وسنو حالاتو کښې ماله څه رنګ رول لوبول پکاردي هغه نه شم سرته رسولی-هرپښتون پوهیږي چې زمونږ سره څه کیږي او څوک يې کوي خو افسوس دی-چې چغه بې قدره ده-او مټې مو خپلې نه دي.


راځئ چاته ګوته نه نیسو او نن شپه د ځان سره احتساب کوو–چې ما د خپل قام د څوکالۍ د پاره په شخصي توګه څه کړي او یا يې کووم؟زمونږ د پرمختګ او ودانۍ د لارې خنډان مالوم دي-نور پرې سرونه نه خورو نه ماتوو–دا پیړۍ یا زمونږ ابتدا ده یا مو انتها ده-قیصې بې معنې شوې دي او بیتونه د سکون سامان شو-زور د زر محتاجه شوی-د خیال نه وزر پریکول غواړي چې زمکنو حقایقو ته وزګار شي—-ما—په تا–کښې ورک شوی—-په اوښکو او وینو کښې مو پوره پیړۍ ولمبوله——بس نه دی؟؟؟؟؟
رښتیا وايه—تاریخ دې بې له تورې څه لري؟؟؟؟د پوره هندوستان قبضه کوونکي نیکه دې چرته یوه د کتابونو لایبریري هم لرله؟؟؟نه—-او مونږ هوبهو د هغوي په پلونو پل په داسې زمانه کښې ايښودل غواړو چې د امن څوکالۍ او پرمختګ ته دغه لار هډو تلې نه ده–خفه نه شې دغه زما هم نیکونه وو-ستایم يې هم خو په زړه کښې مې ورته قار هم پروت دی—-
د تک تور هندوستاني سره غاړې ته کمپيوټر پروت وي–او زما تک سور د چنار په شانتې پښتون بیلچه او تاټکی راخستي وي او په سورنمر دیاړي کوي-ځکه مې مشر لږ -باقیدار ګڼم -او اوسنی ځوان ته بیخي له خپلې ویرې پښتون وایم-ګڼې دا صفت يې صرف د شونډو په سر پاتې دی-نوروجود يې بیخي بیخي بیخي پردی شوی دی—ژوند يې په ويئلو کښې تیر شو-عمل نومې څیز دلته خره د سر ښکر دی–دی وايې-هعه وايې-هاغه وايې-زه وایم -ته وايې-تاسو وايئ-هغهوئ وايې-چې یو کیږو -علم ته مخه کوو–دې خاورې ته خوشالي راوړو–نو دا چاته وایو؟؟چې خبره د ټولو یوه ده -نو دا څه وجه ده او څوک دي چې ما او تا دی او دا هغه او هاغه تاسو او هغوي يې ټول د بارودو په غره د پاسه کښينولي یو؟؟