کور / خبرتیا او پيغامونه / دقامي او روحاني مشر افضل خان لالا لخوا د قامي جرګې درابللو خبرتيا

دقامي او روحاني مشر افضل خان لالا لخوا د قامي جرګې درابللو خبرتيا

د پښتنوقامي او روحاني مشر محمدافضل خان (خان لالا) په نژدي راتلونکې کې ديوي مهمي  پښتون / افغان قامي جرګي  د رابللو پریکړه کړی ده.


افضل خان لالا  د ۲۰۰۸ ميلادي کالراهیسي  پښتنو/افغانانو ته د داسي جرګيدبلني خبره کوي او  اوسني حالات داسی يوېجرګي جوړولو ته مناسب ګڼي. 


ددی قامي (ملي) جرګي موخه او هدف به دا وي چې څنګه د پښتون / افغان قوم بیلابیلنظرياتي قشرونه او طبقي  د پښتون د قاميوحدت  د شعاراوهويت لاندي په يوه ټغر راغونډکړي.


د پښتون / افغان  قوم تاريخ اوهويت  دتيروڅو لسیزوڅخه راپديخوا د داخلياو بهرني  دښمنانوله لاسه داسي يو حالتغوره کړي چې د يو شاعر په قول  تيار دليوني شليدلي ګريوان دي .


 تر څو چې پښتون د قوم په حيث ديوهقومي تشخص،هويت او پيژندګلوئ   جوګه نه شي،نو ددي قوم درست تعريف  نشي کيدلي ؟.


 دا د پښتون /افغان طبعي حق ديچې  د يوويشتمي پيړۍ په پيلامه کې خپل تشخصاو هويت  څرګندکړي .


دغی جرګي ته  به د فاټا(قبائیلېعلاقو)، خيبر پښتونخوا، افغانستان ، د بلوچستان ايالت (سهيلي پښتونخوا) ميشت پښتانه،


هغه پښتانه چې بی کوره شوی او د زیاتیدونکي منتشر شوی ابادئ برخه جوړه شوی،اودغهرازله هیواده بهر، اروپا،امريکا او استرالیاکې ميشته پښتانه  به  دسیاسيتړاو او نظریاتې اختلاف نه پرته رابللي شي . 


د جرګي خبري به  د ورورولۍ او پښتونولۍپه چوکاټ کې وي  او هيڅوک به داحق نلري چېخپل فکر او نظر په زور په بل چا قبول  اويا وروتپي !


جرګه به په دوه  ټکو خبري کوي:


لمړي :  د ديرشو کلونو راهیسي دپښتنو/افغانانوخاوره اوهيواد  د دوؤ نړيوالو سوپرطاقتونو دسياست دجنګډګر وګرځيده!. دالوبه د دغو دواړو طاقتونو لوبه وه،يويې په ګونډه کړ او بل برياليشو!، سياست د هغوي ؤ، لوبه هم دهغوي وه، خو ددغي لوبې ځاي د پښتنو خاوره  او قرباني ئی  هم پښتون قوم شو او دی.


دپښتنو/ افغانانو وينه تراوسه پوري ولي بهيږي؟، ولي ددغه  زور زیاتې قرباني پښتون/افغان قوم دی، چې له  ديرش لکونه زيات پښتانه/افغانان ئې مړه کړلاووژل کیږی؟.


دغه زور زياتي او تشدد يوه تشه رامينځ ته کړيده،او په ډيرو ځايونو کې دغهتشه  نابللو ميلمنو ډکه کړيده،چاچې دپښتنوددود،دستور ،رسم ورواج  اوعنعناتو څخه  نا جایزه ګټه اخستي ده.


 دغه نابللي میلمانه د پښتنو پهخاوره  د ويني بهيدل جاري ساتل غواړي، او دېخاوري او وطن ته د ترهګرئ د اجنډا لاندي وده  ورکول غواړي!.


 په دغه  جرګه کې به په هغو تاريخي او نوولاملونوخبريکيږي چې پښتون / افغان  ولي  او څنګه په خپله خاوره   د ويني تويولو  په دغه  شيطاني چکر او جال  کې د خپلي خوښي  نه په غير راګير شو ؟.


دوېم:دپښتون/افغان په خاوره ددغه تشدداو شيطانې عمل او خپور شوي جال مخنیوي به اوس څنګه  کيږي   ؟؟ .


 د پښتنو په ويجاړو شوو  او ځپلو علاقو او سيمو کې  به دامن او سوکالئ د راوستلو په تړاو اتفاقڅنګه راميدان ته کيږي ؟ .


  پدي هکله کوټلو، علمې،عملې او سالمومعقولو نظريواو وړانديزونو ته اړتيا ده، له همدي کبله ښاغلی  محمدافضل خان لالاپدی اهمه جرګه کې  ټولو پښتنوعالمانو، پوهانو،ملي او قومي مشرانو،ديني  او مذهبي مشرانو،سياستوالو،د زدهکونکو  (طالبعلمانو) نماېندګانو، دمزدورانو مشرانو، کسبګرو،سوداګرو، ژورنالستانو،د پښتنو/افغانانو دسيمواوعلاقو عامومشرانو ته  د ګډون  بلنه ورکوي .


دلته دا خبره په ډاګه کول اړينه ده او هغه داچې  د پښتون قام  د علاقائی(سیمه ایزو)  اونړیوالو قوتونو  سره په تضاد او ټکر کې ندي ،او نه په چا دخپلفکر مسلط کولو څه نړیواله  ایجنډا لري اونه دوئ د علاقائی او نړیوالو قوتونو د مقابلې کولو څه طاقت لري نو له همدی امله دپښتون او  سیمه ایزو( علاقائی) اونړیوالوقوتونو تر منځ هیڅ ټکرنه شته.


  مذهبي انتها پسندي يا افراطيت   د پښتون د اکثريت  د فکري ، رواجي  او عملي  څرګندونو استازيتوب او نمايندګي نه کوي.


د نړۍ دنورو ځايونو څخه راغلو اکسټريمستانو،سخت دریزو او تشدد پسندو،مونږ هپه خپله خاوره  هرکلي نه شوکولي .


 افضل خان لالا  د همدغي جرګي په  واسطه سره ټولو امن غوښتونکو  نړيوالو قوتونواو ملتونو  او په  ځانګړي ډول افغانستان، پاکستان او امريکا نه  هيله کوي چې د پښتون / افغان  قوم ددي مهمي قامې(ملې) جرګي  ملاتړ وکړی. ددوئ  په ملاتړ داجرګه  په علاقي او سيمي کې د سوکالئ   اوبشپړ امنيت په راوستلوکې مهم کردار لوبولي شي.


  ددی جرګي په تسلسل دی بله جرګه پهنوبت سره په کابل ،  قندهار ، ننګرهار  او کويټه کې راوه غوښتل شي .


هیله ده چی پدي قامي(ملي) جرګه کې دخپلې ونډې،ګډون اونظر څرګندولو لپاره په لاندینیوپتو خپلي اړيکي  ټينګي کړئ.


E-mail:pashtoonkhwa@gmail.com


په اروپايې هيوادونو ، امريکا ،کاناډا ، او استرليا کې :


محمد شيرين ګرديوال ، ټيلفون 00491799892913    


نصير ستوري ،ټيلفون  00491635606732


د پښتنو د قامي وحدت اودبشپړي خپلواکئ او سوکالئ په هيله .


په درناوی


انجنیر اصف علی خان