کور / شعر / سمین بارکزۍ ته منت

سمین بارکزۍ ته منت

تا پرځان ولې دا حلاله حرام کړې خورې ؟
خپله ډوډۍ دې وخوره
ډوډۍ د ستا ده ډوډۍ خدای درکړې
ته  چې له چا ځينې  انصاف غواړې او حق دې غواړې
دا هغه خلک دي چې
د دې هیواد  د ډیرو پیغلو او ژڼکو په وینو
ان تر څنګلو ېې لاسونه سره دي
څنګه دې هیرې دي ناهیدې پیغلې
چې ېې د خپل عزت  د پت په خاطر
له همدې خلکو ځینې
د ودانیو له چتو ځانونه وغورځول
زړه دې بد نه کړې خو په خدای غوسه مې تاته پاري
چې تا د داسې  خلکو
تر څنګ ناستی خوښیدو
چې  هغوی هره شیبه
زما ددین او وطن
په عزتونو باندې لوبې کوي
٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫
خورې ډوډۍ دې وخوره
ډوډۍ خو ستا ده ډوډۍ خدای درکړې
دا بې وجدانه ، بې ایمانه سړی
چې ته باچا ېې بولې
دا بې چاره خو یو اجیر غلام دی
هیڅ ېې په واک کې نیشته
هسې ځان مه کړوه
که ته همداسې تر کالونو پریوځې
یا که سل واره مړه شې
هیڅ دې پروا نه لري
ده ستا په شانې په زرګونو تورسری  سوځلي
تا که دا ګونګ او دا مظلوم بغاوت
د حقپالې  او د انصاف د پاره کړی وي نو
بیا خو ته هم ظالمه
ځکه ستا نفس پرتا له هرچا لومړی
بلا حقونه لري
تا په لوی لاس ترې نه ېې حق اخیستی
دغه وړوکی  ماشوم
چې تل ستا سر ته ډکې سترګې ناست  دی
ددې ماشوم شیرینه مور مه وژنه
بس دی ډوډۍ دې وخوره
ډوډۍ ددوی خو نه ده
ډوډۍ خو خدای درکړې
زما ګلرنګې خورې
د خپل ایمان خاتمه
د خودکشۍ په تبر مه پرې کوه
که بیا په خپل هوډ دې ولاړه اوسې
نو زه به دا وبولم
چې ته هم دغو ظالمانو ځینې کمه نه ېې