کور / راپور / د ښووني او روزني د رياست سره د طبي سامانو مرسته وسوه

د ښووني او روزني د رياست سره د طبي سامانو مرسته وسوه

د کندهار ولايت د ښووني او روزني د رياست سره د دې ولايت د عامي روغتيا د رياست له لوري مرسته وسوه .
ياده مرسته د پنجشنبې په ورځ دعامي روغتيا د رئېس ډاکټر عبدالقيوم پخلا له لوري د ښووني او روزني رئېس انجنېر نجيب الله مجددي ته وسپارل سوه .
ښاغلي پخلا په خپلوخبرو کي وويل چي ياد توکي چي شمېر يې ٧٠ کيټه کېږي په لومړني سره کي د يوې ناروغۍ له پاره بشپړ کار ورکوي او په دې کي هغه اړين طبي سامان الات لكه تزكره د پاسمان بشپړ توكي او ځيني درمل شامل دي چي په دي سره كولاى سو ناروغ و روغتون ته تر رسولو پوري عاجل تداوي کړو .
د ښووني او روزني رئېس ښاغلي مجددي ديادي مرستي څخه مننه وکړه او دا يې يو پر ځاى کار وباله .