رازق : ٥ وسله وال مو وژلي او ٩ مو ژوندي نيولي

عطاالله محمدي | اکتوبر 14th, 2011


د کندهار ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرازق وايي چي تېره اوونۍ يې په ښار دننه او د ښار دباندي په ولسواليو کي پلټونکي عمليات کړي چي په پايله کي يې ٥ وسله وال وژل سوي او ٩ يې ژوندي نيول سوي .
نوموړى وايي چي ٥ وسله وال يې هغه وخت ووژل چي کله يې په شاه وليکوټ ولسوالي کي پر دولت د بريد تکل لاره .
نوموړى همدا ډول زياتوي چي په ښار او ولسواليو کي يې ٩ وسله وال د يوشمېر چاودېدونکو توکو سره يوځاى نيولي .
د يادوني وړ ده چي وسله والو په خپله په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024