محلي پوليسو په ژړۍ کي د خلکو او دولت ترمنځ فاصله راکمه کړې ده

عطاالله محمدي | اکتوبر 25th, 2011


د کندهار ولايت د ژړۍ ولسوال وايي په دې ولسوالۍ کي د سيمه ييزو پوليسو ايجاد د خلکو او دولت ترمنځ هغه فاصله چي وړاندي موجوده له منځه وړې ده.
ولسوال حاجي نياز محمد چي نن يې د ولسوالۍ په انګړ کي د رسنيو او قومي مشرانو غونډي ته خبري کولې زياته کړه چي د محلي پوليسو له ايجاد او مقررۍ سره يو ځاى له ژړۍ ولسوالۍ څخه بې ځايه سوي کسان هم بيرته خپلو کليو ته راستانه سوي دي.
نوموړي وويل چي د محلي پوليسو د ايجاد ترڅنګ په ولسوالي کي د ملي پوليسو او ملي اردو پوستې هم زياتي سوي چي د امنيت پر تامين يې مثبتي اغېزې شيندلي دي.
ولسوال همداراز وويل چي د امنيت ترڅنګ د حکومتدارۍ په برخه کي هم زيات کار سوى او تقريباً د ټولو دولتي ادارو استازي مقرر سوي چي د خلکو د ستونزو د حل په برخه کي يې زيات کار کړى دئ.

Copyright Larawbar 2007-2024