پنټاګان : زموږ درې سرتیری له منځه لاړل

ډاکټر نثار احمد صمد | اکتوبر 24th, 2011


د امریکې د دفاع د وزارت ( یعنی پنټاګان ) ویب پاڼې په دریو جلا جلا اعلامیو کی لیکلی دي چی په افغانستان کی زموږ درې پوځیان له منځه لاړل . لومړنی چی د هوایی ځواک کښته رتبه افسر و ، د اکتوبر په دیارلسمه په پروان ولایت کی مړ شوی و ، دویم چی د سمندری ځواک عسکر و ، پرون په هلمند ولایت کی ووژل شو ، او دریم چی یو ۲۶ کلن افسر و ، دوه ورځی وړاندې په لوګر کی هغه مهال مړ شو چی وسلوالو د هغه په زرهپوش حمله وکړه خو زرهپوش چپه شو .

Copyright Larawbar 2007-2024