کور / هستوي فزيک / د انسان له پوزې څخه بریښنا تولید شوه

د انسان له پوزې څخه بریښنا تولید شوه

د ویسکوزین – مدیسن پوهنتون یوه څیړنیز ټیم چې مشر یې د انجنیری ډاکټر او پروفیسور وانګ کوی وایي چې د دوۍ څیړنو موندلې ده چې د تنفس په پایله کې د انسان له پوزې څخه راوتلی باد کولای شي چې د بریښنا د تولید لامل وګرځي. دی وايی چې ټیم یې داسې یو نازک پلاستیکي مزی یې جوړ کړی چې د هوا ډیر ضعیف جریان په پایله کې هم کولای شي بریښنا تولید کړي. دوی وایی چې د دې مزي په جوړشت کې ځیني داسې کیمیاوي توکي کارول شوي چې ورته په ډیر لږ میخانیکی څواک رسیدلو سره هم له ځانه الکترونونه جلا کوي چې دا الکترونونه د بریښنا جریان مینځ ته راوړلای شی. وانګ وايی ” په حقیقت کې مونږ له بیالوژیکی سیسټم څخه میخانیکي انرژی لاس ته راوړو. د یوه عادی انسان له تنفس څخه د راغلې هوا چټکتیا له دوه متره پر ثانیه کې څخه کمه ده نو زمونږ د محاسبو پر بنسټ مونږ دا وپتیله چې مونږ کولای شو د هوا له دغه کمزوری جریان څخه د مایکرو واټ په کچه بریښنا مینځ ته راولو”. د یادنې وړ ده چې دا جریان به ډیر لږ وي چې د مایکرو جریان په نامه یادیږي او یواځې د ډیر لږ بریښنا غوښتونکو آلاتو په کار اچونې لپاره به وکاریږي.