کور / شعر / د واده مشاعره

د واده مشاعره


د حاجي محمد اسلم په بندوبست د ذاکر او نعيم په واده کې، په يونيورسټي ټاؤن (شادي هال) کې يوه درنه مشاعره وشوه. د مشاعرې صدارت پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت صېب کولو او مشر مېلمه يې سيد صابر شاه صابر وو. د نظامت چارې پروفېسر اسير منګل ترسره کولې. د تلاوت سعادت مولانا احسان الرحمان عثماني ترلاسه کړو او حاجي غياث الانام په خپل خواږه غږ کې نعت شريف وړاندې کړو.


په مشاعره کې زاهد قرار مروت، شهاب بنوڅي، محمد علي صابر، بهار وزير، رحمت ديوان، سيد ياسر علي شاه ياسر، الياس ټلوال، سليم بنګښ، اسير منګل، ظفر خان ظفر، شاهد علي شاهد، جلال خليل، نصرالله بېتاب، سيد صابر شاه صابر او ډاکټر محمد زبېر حسرت برخه واخسته.