کور / تازه خبرونه / کندهار : د ٢ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړل سو

کندهار : د ٢ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړل سو

د کندهار ولايت مقام له لوري لراوبر ته يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي نن ورځ د سرحدي پوليسو او وسله والو ترمنځ يوه نښته رامنځ ته سوه چي په پايله کي يې د خبرپاڼي په حواله دوه وسله وال ووژل سول .
خبرپاڼه ليکي چي ياده نښته د زابل او کندهار پر سرحدي سيمه د اټغر ولسوالۍ په اړونده سيمو کي نن ماپښين دوې بجې رامنځ ته سوې .
دخبرپاڼي په حواله چي په دې نښته کي سرحدي پوليسو ته کوم زيان نه دئ اوښتى .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو څه نه دي ويلي .