کور / شعر / ګل دسته

ګل دسته

 


والله مینه یو په دوه شی چی  ستا تله شي
روح دتن نه په واته شي چی ستا تله شي
په هجـــــــــران کی دلیمو دبامه څا څـي
خومړی اوښکی فواره شی چی ستا تله شي
ســـازســـرود شی وځمباردهرقــــدم دی
خدایږوټول نغمه نغمه شي چی ستاتله شي
تل به پاتـــــــــــــی شی یادګاردګلو لختی
شپینه خوله که صدقه شی چی ستاتله شي
لمرشو پورته بیاشو ښکته خو پوه نه شوم
د فــــــکرونو سلسله شی چی ستا تله شي
دسیــــــــــنی دباغ کابل ته می هوس شي
خو دارګ ماڼۍ چپه  شی چی ستا تله شي
دمیرویـــــــــس د تغزل نغمی خوری شي
ګـــلدسته شي بیا تحفه شي چی ستاتله شي



ننګرهار ، جلال اباد