کور / تازه خبرونه / نن په کابل کې ژوندون پیل شو

نن په کابل کې ژوندون پیل شو

نن د جمعې ورځې له غرمې وروسته د مخابراتو انسټیټوت ته څیرمه د یکه توت په سیمه کې پښتانه پوهان ، قومی مشران، د پارلمان وکیلان ،ځینې پښتانه وزیران او معینان ، پښتانه ژورنالیستان او لیکوالان او ګڼ شمیر پښتانه مشران او کشران د دې لپاره راټول شوي ول چې په کابل کې د یوه نوی پښتو ټلویزیوني چینل پرانیزه وکړي. دا نوی ټلویزیوني او راډیو يي چینل ژوندون نومیږي چې د امتیاز خاوند او مؤسس یې ښاغلی پوهندوی محمد اسماعیل یون دی. دا چینل د یکه توت په سیمه کې د کابل جلال آباد پر لاره پروت یوې داسې ودانۍ کې خپروني پیل کړي چې د دولت لخوا دې چینل ته د څلویښتو کلونو لپاره په اجاره ورکړل شوې. دا چینل به تر زیاته په پښتو خپرونې کوي او د نورو ژبو انډول به هم په کې ساتل کیږي. د دې چینل د پرانیستونکې غونډې په پیل کې پوهندوی محمد اسماعیل یون د ژوندون رسنیز ګروپ او په خاصه توګه د ژوندون ټلویزیون د جوړښت په پړاوونو د فکر له پیل څخه بیا تر اوسه پورې لنډې خبرې وکړې چې وروسته بیا په ولسی جرګه کې د هرات ولایت استازې رحیمې جامی، داقتصاد وزیر ډاکټر انورالحق احدی ، د مالیې وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال ،جهادی شخصیت قاضی محمد امین وقاد، استاد رفیع او نورو مشرانو په وار سره خبرې وکړه او ګډونوالو او ژوندون والو ته یې د دې ستر پیل مبارکي وویله او د داسې چینل د رامینځ ته کیدو په اړین تیا یې خبرې وکړي. غونډې له پروګرام سره سم د ماښام تر ناوخته پورې دوام درلود.