پوليسو پر هوايي ډګر د بريد مخه ونيوله
افغان ملي پوليسو دوسلوالو مخالفينو هغه هڅه شنډه کړه چي له مخي به يې د کندهار پر نړيوال هوايي ډګرتر راکټي بريد لاندي راتلى.
په دې اړه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د افغان دولت وسلوالواو د امن دښمنانو غوښتل چي د کندهار هوايي ډګر سهيل لويديز لورته د ډنډ ولسوالۍ په مربوطاتو کي راکټونه ځاى پر ځاى او د هوايي ډګر پر لور يې وتوغوي چي د ملي پوليسولخوا کشف سول.
دپوليسو چارواکي وايي چي پوليسو ځای پر ځای سوي توغندۍ له منځه وړي دي .