کور / تازه خبرونه / سپين بولدک: دسرحدي پوليسو پر پوسته ځانمرګی بريد وسو

سپين بولدک: دسرحدي پوليسو پر پوسته ځانمرګی بريد وسو

د کندهار په سپين بولدک ولسوالي کي د سرحدي پوليسو د تلاښۍ پر پوستې د موټر په مرسته تر سره سوي ځانمرګي بريد شپږو تنو سرحدي پوليسو او درې ملکيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


دکندهار د پوليسو چارواکي وايي په دغه بريد کي درې تنه سرحدي پوليس وژل سوي او درې نور ژوبل سوي دي. د پوليسو سره په خوا کي يو ماشوم وژل سوى او دوه نور ملکي سړي زخمي سوي چي د بولدک روغتون ته د درملني لپاره وړلسوي دي.


ځانمرګي بريد د سپين بولدک ولسوالۍ څخه وېش ته پر غځېدلې لاره د سرحدي پوليسو د پلټني پر پوسته سوى دى.


بريدګر د چاودېدونکوتوکو ډک خپل کرولا ډوله موټر ته هغه مهال چاودنه ورکړه کله چي د سرحدي پوليسو لخواورڅخه د درېدو تر امر وروسته د پلټني غوښتنه وسوه.


په دې اړه د کندهار ولايت لخوا په خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي چي سرحدي پوليسو له وړانديددې موټر په اړه معلومات لرل او بريدګر يې دې ته مجبوره کړ چي هدف ته له رسېدووړاندي خپل ځان وچووي خو په خبرپاڼه کي دا نه ده څرګنده سوې چي د ځانمرګي اصلي هدف څوک و .