کور / تازه خبرونه / پېښورکې د افغانستان صنعتي او کلتوري نندارتون جوړيږي

پېښورکې د افغانستان صنعتي او کلتوري نندارتون جوړيږي

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو او ثقافت وزارت په مرسته د پېښور په نشتر هال کې د يوې کلتوري نندارتون د جوړولو تابيا کړې ده ـ دغه نندارتون به د اکتوبر مياشتې په ۱۸،۱۷ او ۱۹ نېټه د سهر له ۹ بجو د ماښام تر۷ بجو پورې د نندارچيانو پرمخ خلاص وي ـ پېښور کې د افغانستان د کلتوري دفتر له مخې دغه به يو صنعتي او کلتوري نندارتون وي چې پکې به په لاسونو جوړې شوې قالينونه،افغان جيولري،تاريخي ډبرې او د کلتور سره اړونده نور شيان نندارچيانو په وړاندې ايښودلی شي ـ