کور / تازه خبرونه / کامران حسرت د “سوی زړۀ” ريکارډنګ پېل کړ

کامران حسرت د “سوی زړۀ” ريکارډنګ پېل کړ

هنري خبرونه :


د پښتو ټيلي فلمونو نوي هدايتکار کامران حسرت د خپل اولني پښتو ټيلي فلم “سوی زړۀ” په ريکارډنګ پېل وکړ. د فلم شوټنګ روان دی، کوم چې به ډېر زر ريليز شي. د “سوی زړۀ” کيسه او ډائيلاګ شاهد صابر بغدادي، عکاسي شاه حسين تنها، مرستيال عکاس هلال احمد، سمون صاحبزاده او د ميک اپ چارې شاه خالد عباسي ترسره کوي، په ستورو کې نيلم ګل، نعيم مخلص، شبنم، ارشاد استاد، معراج خان، شهناز پېښورۍ، جهانداد او ممتاز زيب شامل دي. په ځانګړو خبرو اترو کې د “سوی زړۀ” پروډيوسر او هدايتکار کامران حسرت وويل چې “سوی زړۀ” د هدايتکارۍ په مېدان کې زما اولنی پښتو ټيلي فلم دی، د کوم کيسه چې پښتني رواياتو باندې ليکل شوې ده، کوم کې چې د اوسنۍ معاشرې ناوړه رسم و رواج عکاسي شوې ده.