کور / تازه خبرونه / پښتونخوا: د والي په مشرۍ د قبايلي سيمو د امنيت په اړه غونډه وشوه

پښتونخوا: د والي په مشرۍ د قبايلي سيمو د امنيت په اړه غونډه وشوه

پېښور : د خيبر پښتونخوا ټولو سياسي او مذهبي گوندونو په قبايلي سيمو کې د سياسي نظام د ټينگښت او اغېزمن کېدو لپاره په يوې تگلارې هوکړه کړې، چې په لړ کې يې د خيبر پښتونخوا د والي مسعود کوثر په مشرۍ په پېښور کې ستره غونډه وشوه، چې په کې د خيبر پښتونخوا بېلا بېلو سياسي او مذهبي گوندونه دگډوال وو په غونډه کې د عوامي نيشنل گوند افراسياب خټک او هاشم بابر، د مسلم ليگ (ن) انور کمال مروت، د مسلم ليگ (ق) انتخاب خان څمکنى، د تحريک انصاف اسد قيصر، د مسلم ليگ (ق) فقير محمد، د جمعيت علماء اسلام (ف) مولانا اشرف علي، د جماعت اسلامي مشتاق احمد خان، د جمعيت علماء اسلام مولانا يوسف شاه، د پيپلز د شير گوند سکندر شيرپاؤ او نورو مشرانو برخه واخيسته او په قبايلي سيمو کې د سياسي نظام د ټينگښت په اړه لازمې مشورې وکړې. د خيبر پښتونخوا والي مسعود کوثر وويل چې په قبايلي سيمو کې د سياسي نظام ټينگښت ٢٠٠٢ ماده پلې شي.