کور / تازه خبرونه / په کنړ کې ښپږ پنځوس توغندي لگیدلی

په کنړ کې ښپږ پنځوس توغندي لگیدلی

د کنړ والی وایی، پاکستان په تیرو شلو ساعتونو کي پدی ولایت شپږپنځوس توغندی را ویشتلی دی.
د کنړ والی سید فضل الله وحیدي،نن ازادی راډیو ته وویل چی دغه راکټونه، د کنړ په دانګام،نارې او سرکاڼو ولسوالۍ کی لګیدلي، چی یو کس پکی ټپی شوی دی.
د کنړ والی همدا راز وایی، چی تیره شپه په اسمار ولسوالۍ کي ، په یو کور باندی د نړیوالو ځواکونو په راکټی برید کي،څلور کسه وژل شوی او شپږ نور ټپیان دی.
ښاغلی وحیدی زیاته کړه ، له هغه راهیسی چی په افغانستان د پاکستان راکټی بریدونه پیل شوي،دوه ویشت کسه یی وژلی او یو ویشت نور یی ټپیان کړی دی.‬

د یادولو وړ ده چې له تیرو څو اونیو را هیسې د افغانستان په بیلا بیلو سیمو باندې د پاکستان لخوا د توغندیو بریدونه دوام لري او تیره ورځ د ایران لخوا هم په سرحدي ولایتونو د توغندیو بریدونه وشول چې پکې د یوه دیارلس کلن ماشوم په وژنه سربیره ډير مالي زیان یی هم اړولی دی.