پنجشیر: په میشت امریکايي مرکز برید شوی

اسدالله زړه سواند | اکتوبر 15th, 2011


په پنجشیر ولایت کې نن سهار په یوه برید کې دوه تنه وژل سوي او دوه ټپيان دي.
د پنجشیر والي اکرام الدین کریم آزادۍ راډيو ته وویل چې، پدې حمله کې چې د امریکا د ولایتي بیا رغونې ډلي مرکز ته څیرمه شوی دوه غیر پوځيان وژل سوي او دوه تنه محافظین ټپیان سوي دي.
د ښاغلي کریم په وینا ۵ تنه ځان وژونکي چې په صرف موټر کې سپاره وه، یوه یې خپل ځان د قرارګاه مخی ته والوزوه او ورپسې څلور تنه یې له منځه یو وړل شول.
طالبانو د پيښې مسئولیت منلی او ویلی یې دي چې په دې برید کې یې دري څلویښت امریکايي ځواکونه مړه او ژوبل کړي دي، طالبانو په خپله خبر پاڼه کې زیاته کړې چې لمړي کس د مرکز په دروازه کې چاودنه کړې او څلور کسه نور د مرکز ددنه ننوتلی دي.
د کورنیو چارو وزارت هم شوی برید تایید کړی خو د طالبانو ادعا یې رد کړې ده.
دا لومړی ځل دی چې په پنجشیر ولایت کې دا ډول برید کیږي او پنجشیر له هغو سیمو څخه دی چې د امنیت چارې یې په لمړي پړاو کې افغان امنیتی ځواکونو ته سپارل شوي دي.‬

Copyright Larawbar 2007-2024