کور / تازه خبرونه / پوهنې وزارت: له پنځوس زره ښوونکو رقابتی ازموینه واخیستل شوه

پوهنې وزارت: له پنځوس زره ښوونکو رقابتی ازموینه واخیستل شوه

د افغانستان د پوهنې وزارت وایې چې، نن د هیواد د ۳۴ ولایتونو په مرکزونو کې د شاوخوا پنځوس زره ښوونکو څخه رقابتي آزموینې اخیستل کیږي.

د پوهنې وزیر غلام فاروق وردګ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې، د دې کار هدف د تنخوا په سیسټم کې د پاته ښوونکو شاملول دي.

د دې وزارت د چارواکو په وینا په تیرو دوو کلونو کې یو لک او څلور دیرش زره ښونکي د دې آزموینې په ترسره کولو سره دې سیسټم کې شامل سوي او له لوړو معاشونو او امتیازاتو څخه برخمند دي.‬