کور / راپور / کابل: د والدینو پر وړاندې تاوتریخوالی

کابل: د والدینو پر وړاندې تاوتریخوالی

دافغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون وایی، یوشمیر اولادونه د خپلی مور او پلار باندی تاوتریخوالی کوي، چی له دوی سره داسی قضیی ثبت دی.

دوی وایی، ځینی اولادونه په زړبودي کی خپلی میندو او پلرونو ته ډوډی او سرپنا نه ورکوي او ان په وهلو ټکولو یی هم ایله نه کوي.

په افغانستان کی د نورو کورنیو تاوتریخوالو ترڅنګ ،د کورنۍ د مشرانو پر وړاندی تاوتریخوالی یوه نوی بیلګه ده،چی پدی وروستیو کي را څرګنده شوي.

د مور او پلار پر وړاندی د اولادونو او یا هم د کورنۍ د نورو غړو،لخوا تاوتریوایخوالي، ددی لامل کیږي، چی اکثره وخت مور او پلار د خپل ځان د بقا لپاره په پاخه عمر کي درانه کارونه وکړي.

پدی وروستیو کی د زیات عمر یو شمیر ښځي او نارینه لیدلې کیږي، چي په واټونو کی خیر ټولوي او یا هم په بازارونو کی درانه کارونه کوي.

دداسې کسانو په لټه کې بازار ته ووتلم او بالاخیره مې داسې سپین ږیري پیدا کړل، چې ددوی په وینا اولادونو یی شړلي او اوس اړ دي، چې په زیات عمر کې د خپل ژوند د بقا لپاره په واټونو خیر وغواړي او یا هم کار وکړي.

((په زامنو کار نه کوم، خپله کار کوم،وایم، چی سوټی راپسی وانخلی ومی نه وهی،او له کوره مو ونه باسی،او ونه وایی، چی خپله یی پیدا کړه، دوه زامنلرم هغوی په خپله خوښه ښځی کړی، اوس څه دروغ ووایم،ځکه دورغ ګټه نلري،ډوډی اوپیسی خو راکوي خو زه وایم چی له کوره مو ونه باسی،بیابه څه کوو،پخپل لاس یی چی پیدا کړی، ډيره ښه ده.))

((زما نوم محمد نقیب دي،زه می اولادونو شړلی یم،زه او ښځه می یواځی یو،زما زامنو ودونه کړي، له خپلو ښځو سره بسیا دي،زموږ هیڅ پروانلري،کله، چی لویان شول،د ښځو څښتن شول،نوموږ یی خوشی کړو، وی شړلو.))

((زما نوم طالب حسین دي،زه جوالیتوب کوم،زماعمر څلور شپیته کاله دي،زه ځوان زوی لرم، ایران ته تلی،موږ یی پریښودلو،پنځلس کاله وړاندی می ورته واده وکړ، خپله ځمکه می ورته خرڅه کړه. اوس زه اوښځه می وچی ډوډی ته احتیاج یو،دادی زه کراچي ځغلوم،خپله سپینږیری یم،کله، یی چی واده وکړ، شاید ښځه یی پری زور شوی وي،ښځه خو پوهیږي،چی څه ډول وي،هغه پری زور شوه بیا رانغلل.))

خو دا یوازې دوی ندي، چې د خپل ژوند په وروستیو شیبو کې له دا ډول حالت سره مخامخ دي، بلکه د بشرد حقوقو خپلواک کمیسیون وایی، چې د میندو او پلورونو په وړاندې د تاوتریخوالي دوسیې له دوی سره هم شته.

ددغه کمسیون د ښځو د حقوقو د ملاتړ او پراختیا د څانګي مشرې پروین رحیمی ازادی راډیو وویل که څه هم له دوی سره اوس مهال پنځه داسې پیښې ثبت دي، خو ددې په وینا دداسې پیښو شمیر زیات دې.
ده وایی، چې په افغانستان کی د ځینو دودنو له امله ډیری خلک نه غواړي د خپل کور رازونه، او ناخوالی بیان کړي.

ژباړه(( موږ لدی موضوع منکر نه یو د میندو او پلرونو پر وړاندی د اولادونو تاوتریخوالی شته دي،چی دا ډیری ژوری ریښی او عوامل لري،خو له بده مرغه، ځینی میندی او پلرونه، د شرم،او ننګ له خاطره یی نشی ویلي، څو چي زیات اړ نشی خپله دا ستونزه موږ ته نه وایی،مثلا یو پلار، چی څلور زامن یی درلودل او ټولو ودونه کړي، وو،خپل پلار یی په نوبت کړی وو،کله، چی د بل زوی نوبت راغی هغی خپل پلار شړلی وو، چی موږ تا نشو ساتلی.))

میرمن رحیمي وایي، ډیری اولادونو خپلی میندی او پلرونه ان وهلی ټکولی هم دی، نوموړی ددی کار علت په افغانستان کی اقتصادی فقر او دماشومان په مخ کي د میندو او پلرونو لفظی او یا هم فزیکی شخړه بولی.

دا وایی،په هغه کورنیو کي، چی مور او پلار د خپل اولاد په مخ کي شخړه کوی، دا ماشوم، په نا سالمه توګه روزنه ترلاسه کوي اوکله، چې لوی شي، نو غواړي خپله دا عقده په مور او پلار سړه کړي.

خو یوشمیر دینی عالمان د میندو او پلرو په وړاندی تاوتریخوالي، داسلامی اصولو سره په ټکر کی بولی.
استاد محمد یاسین وایی، هغه اولادونه ، چی دخپلو میندو او پلرونو په وړاندي نامسولانه چلند کوي، او هغوي ځوری الله پاک د هغه اولادد نابودی وعده کړي.

خو د چارو ځینی کتونکي،په یوشمیر افغانی کورنیوکی د میندو او پلرونو بی احترامي د نورو عواملو ترڅنګ دوه مهمو ټکو ته اشاره کوي.

کتونکی وایی،ددی بی احترامی علت دری لسیزی جګړي او د افغانانو بی سوداه کیدل او دوهم علت د جګړو له امله بهرنیو ملکونو ته کډوالی ددی لامل شوي، چی د نورو فرهنګونو ترڅنګ دا ډول ناوړه پدیده افغانستان ته راوړي.
خبریاله: ذکیه غیاثی نذیر، ازادۍ راډیو، کابل