د “ښکلا” د دوهم پړاو دوهمه ګڼه؛ هيلي او اندېښنې
نثاراحمد آریا
د ښکلا مجلې د لومړي پړاو لومړی ګڼه په داسي وخت کي له چاپه را ووته، چي په هيواد کي شاوخوا يو نيم کال مخکي يو نوی سياسي او فوځي تحول را غلی وو. دا تحول که څه هم د ډېرو افغانانو له پاره د نوي سا اخيستني پيلامه ګڼل کېده، البته د ډېرو افغانانو له پاره لا په دې خاطر ښايي ډېر هيله بخښونکی نه وو، چي تېر نظام ئې د نورو په زور له منځه تللی وو. که څه هم په هغه نظام کي فقر او لوږه وروستۍ کرښي ته را کښته سوې وه، خو له منځه وړل ئې د ډېرو افغانانو له پاره ښايي په دې خاطر د خواشينۍ وړ وو، چي دې نظام د مجاهدينو يو ډېر بدرنګه انارشيسټ حکومت ته د پای ټکی ايښی وو.
د نورو په زور د افغان حکومتونو له منځه تلل، د افغانانو د سياسي، اقتصادي، فرهنګي او مدني کمزورۍ لويه نخښه ده. زموږ نظامونه به بيا هم تر هغو د نورو له خوا پرځول کېږي، تر څو چي په رښتيا سياسي، اقتصادي، فرهنګي او مدني خپلواکي تر لاسه نه کړو. دا تېري دوې، درې جملې ښايي ډېري کليشه وي، خو دا جملې به د هر رښتيني ويښ افغان تر خوله او قلم تر هغو را وزي، تر څو موږ په رښتيا له دې حالته را وتلي يو.
د ښکلا لومړی پړاو که څه هم په داسي يو حالت کي را پيل سو، چي د افغان اولس په سياسي، فرهنګي او… ارادو کي د خورا ډېرو هيوادونو شوم اهداف پټ ول، خو پر دې سربېره د ښکلا مجلې د چاپ بهير بې له شکه زما غوندي د ډېرو ځوانانو د فکري او قلمي زرغونتابه سبب وګرځېد. زما ښه په ياد دي. هغه وخت لا په کوټه کي مهاجر وم. کله چي به ښکلا چاپ سوه، نو داسي ليکني به ډېري لږ وې، چي ما دي لوستلې نه. هري ليکني به ئې زما له پاره د فکري او قلمي ښېرازۍ لږ و ډېره تومنه له ځان سره لرله. په ډېرو ليکنو کي به ئې د نوي افغان نسل له پاره د اولس د پرمختګ او هوسايني د ارمانونو څرکونه ليدل کېدل. دې څرکونو د ډېرو افغان ځوانانو (په ځانګړي ډول هغه ځوانان چي د خپل هيواد، اولس او فرهنګ د زرغونتابه ارمانونه ئې له لسيزو راهيسي شنډ پاته ول) هيلو او ارمانونو ته قوت ور بخښه.
د ښکلا د چاپ بهير نه يوازي د کندهار بلکي د هيواد په کونج، کونج کي په مستقيم او غير مستقيم ډول د ځوانو فرهنګيانو قلمونو ته رنګ واچوه. د ښکلا، ښکلا ورځ تر بلي ډېره سوه. دې ښکلا افغان ځوانان په علمي، فکري، فرهنګي او مدني رنګونو ورنګول. تر څو کلونو چاپ وروسته ښکلا له چاپه ولوېده. د ښکلا د بندېدو لاملونه ښايي ډېر ول، خو عمده ئې دا وو، چي د ښکلا خوا خوږي او همکاران د هيواد د سياسي او فرهنګي حالت له امله په داسي څه بوخت سول، چي ښايي د دوی له پاره د ښکلا تر چاپ ډېر اړين ايسېدل. د ښکلا د بنديدو يو بل لامل ښايي دا هم وو، چي له دې نوي حالت سره په هيواد کي د پروژه ايزم شپول دونده خپور سوی وو، چي د ډېرو کسانو له پاره ملي، فرهنګي، مدني او … نوري کلمې په داسي کليشو بدلي سوي وې، چي د دوی له پاره ئې خپل ارزښت له لاسه ورکړی وو. په هر صورت ښکلا بنده سوه. د ښکلا خواخوږو د د دې د دوهم ځل د خپراوي تکل په داسي وخت کي وکړ، چي د افغان اولس، پر سياسي، فوځي، فرهنګي او مدني ارادو او ارمانونو يو ځل بيا د نورو له خوا پرېکړي وسوې. د دې پرېکړو په نتيجه کي د ښکلا د دوهم پړاو د لومړنۍ ګڼې له خپرېدو يوازي څو مياشتي وروسته پر هيواد يو بل سياسي او فوځي تحول راغی. دا چي د ښکلا د دوهم پړاو دوهمه ګڼه په هيواد کي د همدې تحول په نتيجه کي د يوې نوي فوځي او سياسي واکمنۍ په جريان کي چاپ سوه، نو ښايي له دې امله له څو اړخونو د تبصرې وړ وي.
په هيواد کي نوي سياسي او فوځي واکمنۍ په هيواد دننه او دباندي کي د افغان اولس د سياسي، اقتصادي، فرهنګي، او مدني خپلواکۍ د آرمانجنو افغانانو له پاره ډېري اندېښنې او هيلي را ولاړي کړي دي. له دې اندېښنو او هيلو څخه سياسي، اقتصادي، فرهنګي او مدني د ځانګړي يادوني وړ دي. پر دې ټولو ږغېدل نه يوازي د دې مقالې تر وس وتلې خبره ده، بلکي موږ له اصلي موضوع هم ليري کوي. دلته ښايي د ځينو هغو فرهنګي او مدني هيلو او ندېښنو يادونه وسي، چي د ښکلا مجلې د دوهم پړاو له دوهمي ګڼي سره ربط لري.
کله چي مي پر دې ليکنه کار کاوه، نو پر دې مهال مي په فېسبوک کي يو پوسټ تر سترګو سو، چي په هيواد کي د ژورناليستانو ټولني ويلي ۲۳۱ تصويري، ږغيزي، خپرنيزي او نوري رسنۍ بندي سوي دي. د دې رسنيو بندېدل ښايي بېلابېل عوامل ولري. له دې څخه ځيني ښايي له دې امله بندي سوي وي، چي يو شمېر ته ئې د بېلابېلو انجيوګانو له خوا د پروژو په بڼه فنډونه ورکول کېدل. د دې رسنيو د بندېدو سبب چي هر څه وو، خو د ډېرو بندېدو ئې بې له شکه موږ ته په فرهنګي او مدني لحاظ صدمه رسولې ده. په هر صورت، د ښکلا د دوهم پړاو د دوهمي ګڼي خپرېدل له دې امله لا ارزښت پيدا کوي، چي د رسنيو په دغسي قحطي کي ئې د مزل وهلو تکل کړی دئ. په دغسي يو حالت کي د ښکلا چاپېدل د دې څرګندونه کوي، چي دا د ډېرو فرهنګپالو افغانانو غوښتنه ده. زما د دې خبري د ثبوت له پاره زه د دې ګڼې د وروستۍ پاڼي د ليست يادونه ضروري ګڼم. په دې پاڼه کي د هغو افغان فرهنګپالو نومونه راغلي، چي د ښکلا د دې ګڼي د چاپ لګښت ته ئې اوږه ورکړې ده. د دې کسانو اکثريت چي زه پېژنم، نو دا هغه کسان دي، چي د خپل اولس د فرهنګ او تمدن ځلېدنه ئې لوی ارمان دئ. د دوی دغه بې اسرې بسپنه دا هم ثابتوي، چي په اوس مهال کي دغه فرهنګي کار ته لويه اړتيا ده. بې له شکه چي د دوی غوندي به ډېر نور افغان فرهنګپالان هم دغه اړتيا محسوسوي او هيله به لري، چي دا بهير دوام پيدا کړي.
د ښکلا د دغي ګڼي په اړه د ډېرو افغانو فرهنګيانو د پورتنيو هيلو تر څنګ ښايي له ډېرو اندېښنو څخه حد اقل يوه دا وي، چي د هيواد اوسني واکمنان به له دې ډول يوې ملي او آزادي خپروني سره څنګه چلند کوي، ځکه په دې ګڼه کي ځيني داسي ليکني او ملي سمبولونه خپاره سوي دي، چي ښايي د اوسنيو واکمنانو له نظر سره ډېر سمون ونه لري. اوس نو د دې اندېښنې په نتيجه دا پوښتنه را وړلاړېږي، چي د هيواد اوسني واکمنان به د دغسي يوې خپلواکي فرهنګي رسنۍ په اړه څونده زغم ولري؟ تر دې دمه چي ما د بيان د آزادۍ په اړه د اوسنيو واکمنانو نظر اورېدلی دئ، نو هغه هيله بخښونکی دئ، ځکه دوی په خپلو نظرونو کي يادونه کړې ده، چي هغو نظرونو ته د بيان آزادي ورکوي، چي له ملي او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کي نه وي.
د ښکلا دا ګڼه نه يوازي دا چي د هيواد د اوسنيو واکمنانو زغم پيمانه کوي، بلکي د ډېرو افغان فرهنګيانو له پاره په خپل هيواد کي د سا اخيستني د سيمبول بڼه هم خپلولای سي. بې له شکه چي د يوې دغسي ملي او آزادي رسنۍ خپرېدل به د يو بل د زغملو او اورېدلو زمينې ته لار هواره کړي. دا هغه اړتيا ده، چي موږ سياسي، فرهنګي او مدني خپلواکۍ نژدې کوي او د نورو له شومو اهدافو او توطيو مو ساتي. زه په دې باور يم، چي د يو بل د زغملو او اورېدلو زمينه دوه اړخيز تعامل ته اړتيا لري. د دې تعامل يو اړخ د هيواد د اوسنيو واکمنانو په زغم پوري مربوط دئ او بل اړخ ئې د دې خپروني د چلونکو په خپرنيز احتياط!
د ښکلا د دې ګڼي د چاپ او راتلونکي په اړه ښايي ډېري نوري هيلي او اندېښنې هم موجودي وي، البته زه د اوس له پاره پر همدې پورتنيو بسنه کوم. زما او ښايي د ډېرو نورو فرهنګپالو افغانانو هيله دا وي، چي د دې مجلې د چاپ بهير د ازادو فرهنګيانو او واکمن نظام تر منځ د پُل حيثيت غوره کړي او په دې ډول د هيواد د فرهنګي ښېرازۍ له پاره ګټه ور څخه پورته سي. زه باوري يم، که چيري د دې مجلې د چاپ بهير دوام پيدا کړي، نو دا به اوسنيو واکمنانو ته د آزادو فرهنګيانو د ږغ په رسولو کي ښه رول ادا کړي او دغه بهير به هيواد د خواخوږو فرهنګيانو قلمونه بيا په حرکت راولي. د هيواد د مړژواندي فرهنګي او مدني بهير د بيا ژوندي کېدو په هيله!
۲/۱۰/۱۴۰۰