کور / تازه خبرونه / د پخواني نظام امنیتي کسانو ځورونه دوام لري

د پخواني نظام امنیتي کسانو ځورونه دوام لري

لراوبر ته بېلابېلو سرچینو تائید کړې ده چيد  طالـبانو استـخبارات د پخواني نظام کارکوونکي په تورو ښیښو لرونکو موټرانو کي پورته کوي، ځیني تر څو ورځو نا درکه وي چي بیا یې مړي وموندل سي یا که یې چیري څرک ولیدل سي د قومي او محلي مشرانو او سپین ږیرو په منځګړیتوب په ډیر تکلیف راخلاصیږي خو دا ضمانت ترې اخیستل کیږي چي پر خوله به لاس نیسي او د نیول کیدو، وهلو ټکولو، شکنجې او په یخ کانټېنر کي د ژمي سړو شپو تېرولو غوندي عذابونو خبري به د هیچا سره نه شریکوي.
له ډیرو داسي پېښو څخه د طالـبانو په اصطلاح د صفونو د تصفیې کمیسون مشر مفتي حکیمي هم خبر دی حتی د ۲۱ ډسمبر په یوه پېښه کي منځګړي پلاوي ته وویل چي کس به یې ازاد کړي خو څه چي سوي دي په اړه به یې د هیچا سره خبري نه کوئ.
طالـبان په دې توګه اوس هم هره ورځ د بشري حقونو څخه سرغړونه کوي خو نړیوال یې پر وړاندي هغه څه چي لازم دي نه کوي چي ددې ظلمونو څخه طالـبان منع کړي او نه د هغو کسانو سره د ژغورني او مصئونیت مرسته کوي چي تر نورو ډیر دداسي پېښو هدف ګرځي چي په دې توګه د بشري حقونو ادارې، ملګري ملتونه او هغه هیوادونه چي دلته یې د بیارغوني، ولسواکۍ، انساني حقونو د پلي کولو او همکارۍ په نومونو راغلي وو د اوسني روان بشري ناورین د رامنځته کیدو په دوام کي د طاالب او پاکستاني استخباراتو په اندازه شریک او ګناهکار دي.
طالـبان او محدود شمېر ملاتړي یې باید پوه وي چي د اوسني وضعیت دوام د داعـش په شتون او نورو ورانکارو ډلو په رامنځته کیدو سره اوسنئ بحران په تر دې بتره غمیزه بدلولای سي چي نتیجه به یې ددوی ماتېدل او د افغانستان او محکومي پښتونخوا نور بې ثباته کیدل وي.
#Torture
#AfghanistanCrisis
#StopEnforcedDisappearances
#ExtraJudicialKillingsInAfg