کور / شعر / ته به نه ځې!

ته به نه ځې!

ته به نه ځې!

[رنځور اشنا ډاکټر صادق ژړک ته]

تم شه ته زموږ پکار یې ته به نه ځې
ته د هیلو سپین سهار یې ته به نه ځې

ته د خاورې د لیلا رسوا مین یې
ته یې سپین سپېڅلی یار یې ته به نه ځې

د پښتو «لمبه» به بله ساتې زړه کې
تر «سپرغکو» به بیدار یې ته به نه ځې

«پښتنواله» لا پوره نه ده اې ګوره!
«مرکې» ته ته وزګار یې ته به نه ځې

له «غورځنګه» به دې زېږي غورځنګونه
تر «ساحله» به ایسار یې ته به نه ځې

غلامي لا دلته لنګه ده جانانه!
تر «ازاد» ژونده بېګار یې ته به نه ځې

«ځې راځې به له اټک تر کندهاره»
سکه ورور د «محمد یار» یې ته به نه ځې

ته کوې به تر ابده د ژوند «غاړې»
ته د هر اتڼ سالار یې ته به نه ځې

ته به بیا هم ځې «د ژمي تر پلازمېنې»
د «شالکوټ» د زړه بهار یې ته به نه ځې

تا د روح په اوږو بار د بېلتون وړی
ته د لر و بر نګار یې ته به نه ځې

کاږه کاږه دا ستومانې څپلۍ کاږه
ته پر کوم لوري تیار یې؟ ته به نه ځې

ته به ځې له موږ سره تر خپل منزله
بې له موږه ورکه لار یې ته به نه ځې

«په مکتب او په جومات کې لا پردي دي»
ته استاد د دې دیار یې ته به نه ځې

درپسې دي چیغې سرې د کتابونو
تې* د توریو څوکیدار یې ته به نه ځې

ته رنځور نه یې رنځورې رویې دي
که هر څو ترېنه بېزار یې ته به نه ځې

ته به نه ځې توره شپه ده ته به نه ځې
ته پوهېږې بس، هوښیار یې، ته به نه ځې

د «ننګیال» پر مېنه سیوری د «شال» خپور کړه
ته اسره یې ته یې پلار یې ته به نه ځې

بارکوال میاخېل

__________
* ته یې

.