کور / شعر / زما مسيحا بېمار ژړک خان ته

زما مسيحا بېمار ژړک خان ته

خانه! را پاڅه! انقلاب در ته عذرونه کوي

بغير له تا به څوک عشقي انقلابونه کوي!

کوشنۍ سپرغۍ وه را ډالۍ ستا له کيږدۍ لېونۍ
ذره_ ذره مې د هستۍ چې سره اورونه کوي

ياران به کوم غره ته تکيه د اطمنان ووهي
اوږه خالي نکړې ياران در ته سوالونه کوي

ستا د تکرار د امکان قول کائنات نه کوي
اووه آسمانه اوښکې_ اوښکې سېلابونه کوي

ما له ملا, ما له شيطانه شکست و نه مانه
خو ستا له لاسه مې زگېروي ياغي هډونه کوي

د زمانې له څنگه غرونو يې ټکر خوړلی
د توپاني باد اندامونه بد دردونه کوي

ستا په وجود کې هر تورتم د بېماريو شه ړوند
در ته دعا بلې ډېوې, بل مشالونه کوي

تا د زمان زاړه استاد ته نمبر و نه بايله
وخت به تر کومه لا په تا امتحانونه کوي

موږ په يوه اسانه ماتې ته گونډه نه وهو
زموږ له لاسه اخ و واخ به شکستونه کوي

داسې سرکښ پښ لا تر اوسه را پېښ شوی نه دی
چې زموږ پښو ته به يې زړه خره ځنځيرونه کوي

موږ ثناخوان او موږ د عذر له مذهبه نه يو
موږ يو هغه چې په سياليو گناهونه کوي

هم عدالت کې به زموږ په مينه لوړه کيږي
هم اعتبار د اقتدار ته سوگندونه کوي

نو خانه پاڅه! د پاڅون څانگونه څنډ وهه بيا
د لروبر بازان په ږغ دې پروازونه کوي

1 جدي 1400
22 ډسمبر 2021
محمدیار یار