کور / خبرتیا او پيغامونه / د ډاکټر صادق ژړک ناروغۍ د قلم او فرهنګ لارویان غمجن کړي دي

د ډاکټر صادق ژړک ناروغۍ د قلم او فرهنګ لارویان غمجن کړي دي

د ډاکټر صادق ژړک ناروغۍ د قلم او فرهنګ لارویان غمجن کړي دي

ډاکټر صادق ژړک د لراوبر افغان د ملي شعور د ویښتیا او ددې لوی ملت دپاره د علمي او ادبي پرمختیا یو ژمن خدمتګار او په دې لاره کي یو نه ستړی کیدونکی مبارز شخصیت دی.

ښاغلي ډاکټر صادق ژړک په ډیرو لږو اسانتیاوو په سهیلي پښتونخوا کي خورا لوی ادبي خدمتونه وکړه، حتی ویلای سو چي د یوه دولت توان او کار مطابق ادبي څېړنیز خدمتونه یې وکړه.

نوموړي دوې لسیزي مخکي پښتو ادبي غورځنګ تاسیس کړ او د همدې فرهنګي ادرس څخه یې د ادب او کلتور پر ډګر بېلابېل نړیوال علمي او ادبي سیمینارونه جوړ کړل.
په ډیر لوړ کیفیت یې لمبه مجله تاسیس او وچلوله چي نژدې په ټوله نړۍ کي مینه والو ته رسیدله، وروسته یې پښتونواله پیل کړه چي د دواړو مجلو ارزښت به د لراوبر افغان د جغرافیې او ادب د یو معتبر تاریخي ماخذ په توګه هرکله پر ځای وي.

ژړک صاحب دا هر څه خورا د زړه په خوږو سره چمتو کوله، هغه چاري چي دولتونو او حکومتونو باید کړي وای ښاغلي یې د چمتو کولو دپاره پر ځان یې شپه او ورځ یوه کړې وه خو د خپلي ژبي او فرهنګ خدمت ته یې ستړیا نه منله.
هغه لوړ شخصیت چي نن د ډسمبر پر ۲۲مه د ۴۶ کالو سو، د څو میاشتو راهیسي ناروغه دی چي د روغتون څخه یې د تازه انځورونو په خپریدلو د افغان وطن ټول د قلم خاوندان او فرهنګي ملګري اندېښمن او غمجن سوي دي.

د لراوبر ادارې مشرتابه او همکاران هم د ښاغلي ډاکټر صاحب صادق ژړک په ناروغي ډیره غمجنه سوې ده او د خدای پاک له دربار څخه د ژر تر ژره بیرته روغتیا دعاوي کوي او له ټولو افغانانو ورته د روغتیا د دعا هیله کوو.

په درناوي
عبدالله احسان