کور / نثر / هېندارې او ګردونه (۳ )

هېندارې او ګردونه (۳ )

 

دانارود لوړو څانګو سرونه د بام څوکو په غیږه کي نیولي ، د لمر وږمې لوبې ورسره کوي او وړانګې یې رنګونه باندې شیندي ، لاس ور غځوم چې یوه دانه انار را وشکوم خو نه شم کولای، په ځغاسته د بام څخه را کښته کیږم او د کور د در وازې خواته ځم چې له شا د مور ږغ اورم:
«چیري ځې؟ د ډوډۍ وخت دی»
«ښه دی – ځواب ورکوم» ، لکه د مور ږغ چي مې اوریدلي نه وي، په ځغاسته سراچې ته وځم ، د کونډالو (ګلدانیو) د ګلانو وږم مي قدمونه ښکلوي، په نرۍ و یاله کي د روانو اوبو خوږهٔ سندره مې کوچنۍ اروا را نازوي او مخامخ دکوچني دیوال شاته د سړک دغاړې هسک زمرُدي ناجوګان هرکلی را ته وايي. پلارمې وایي:« دسړک د غاړو ناجوګان کلونه مخکي د کندهار والي ( غني ګردیزي ) ایښې دي» ، دکور پر ودانۍ چي د سراچي او انګړ په مینځ کي لکه ځوانه سینګار کړې ناوې داسي ولاړه ده تاویږم، ښې لاس ته ګرځم او د انارو کوچنۍ باغچې ته ځان رسوم.
د انارو د غټو دانؤ وزن د ونو څانګې د مځکې خواته داسي را کږې کړي دي لکه رکوع چي کوي. په دواړو لاسونه یې را شکوم او بیا یې د مځکې پر شنه لمن کتار ږدم. یوه دانه، دوې، درې، څلور …. خو ناڅاپه د سپي غپا اورم.
زموږ دکور په څنګ کي د بهرنیانو کور دی، انار پریږدم د د یوال خواته ځم دګاوندي سراچې ته ګورم سپي پر چمن ګونډې وهلي دي، ترخولې یې ځګونه بهیږي او پرلپسې غاپي، هلته یو سړی په دروازه کي توپنګچه په لاس ولاړ دی او سپي ته په خپله ژبه په قهر ږغیږي خو سپی همهغسې غاپي.
د څوشېبو وروسته سړی د توپنګچي ماشهٔ کشوي، سپی کړونچیږي، ویني یې پرشنه چمن لاري جوړوي، الوتونکې مرغان ترهیږي د ونو څخه الوزي او زه دکور خواته ځغلم…
ځان ته مې پام اوړي، کلونه وشوه په یوه بهرني هیواد کي ژوند کوم، دکور په دروازه کي مو یوه ښځینه پولیسه ولاړه ده او اجازه غواړي چې زموږ دکور څخه دګاونډي د کور انګړ ته وګوري چي دهغوی سپي ترنظر تیرکړي ځکه یو چا یې شکایت ورته کړی دی چي ظلم پر کوي او سمه ساتنه یې نه کوي.

پروین فیض زاده ملال- ویلز برتانیا
۲۰۲۱ / ۱۱ / ۲۷