کور / روغتيا / د چارمغز ( جوز) ځانګړني او روغتیايي ګټي

د چارمغز ( جوز) ځانګړني او روغتیايي ګټي

ډاکټر شاه ولي پوپل

چارمغز د ډيرو غذایی موادو درلونکي دي . هغه مواد چه په چارمغزوکي سته عبارت له : پروتيني مواد، اوسپنه، سيلينيوم , ويتامين E , فاسفورس، دبي ګروپ ويټامينونه ، منګنيز ، زينک ، Omega-3, ګټور شحمي اسيدونه او نور .
دچارمغزو ګټي :
څيړنو ښودلي ده چه چارمغز دويني خراب کولېسټرول LDL راکموي او ګټور کولېسټرول HDL
زياتوي.
د ګټورو شحمي اسيدونو او Omega-3 په لرلو سره د زړه او رګونو دناروغی مخنيوی کوي .
دويني دفشار په تنظيم او کمولو کي مرسته کوي.
چارمغز دانتي اکسيډانت او پولي فينول په درلودلو سره التهابي حالت راکموي، دکانسريا سرطان دناروغی مخنيوی کوي .
حافظه تقويه کوي ، دالزايمر دناروغی مخنيوی کوي او دژور خفګان په کمولو او مخنيوي کي مرسته کوي .
دچارمغزو په استعمال سره ستاسو وزن نه زياتيږي بلکه کموي يي .
د کولمو اوهاضمي سيستم د روغتيا سره مرسته کوي او دمفيدو باکترياوو دزياتيدو باعث ګرزي .
دشکري په ناروغانو کي دويني دقندو مقدار راکموي.
دپوست او ويښتانو په روغتيا کي ډيره مرسته کوي .
يوازنی جانبي عارضه یی داده چه په بعضو اشخاصو کي دالرژي يا حساسيت باعث ګرزي .

که چيري هره ورځ د۴ -۷ دانو چارمغز وخوړه سي نو ستاسي وجود به د پورتنيو ګټو څخه مستفيد سي.