کور / تازه خبرونه / د امريکا خارجه وزيره کابل ته ورسېده

د امريکا خارجه وزيره کابل ته ورسېده

د امريکا خارجه وزيره هيلاري کلنټن د افغانستان پلازمېني کابل ته ورسېده.
ټاکل سوې ده چي مېرمن کلنټن نن د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره په ارګ کي وويني، او د سياسي روغي جوړي پر پروسه باندي خبري وکړي.
مېرمن کلنټن په داسي حال کي کابل ته رسېږي چي افغان حکومت وايي له طالبانو سره يې د سولي خبري ځنډولي دي.