کور / تازه خبرونه / سيمين بارکزۍ خپل اعتصاب پاى ته ورساوه

سيمين بارکزۍ خپل اعتصاب پاى ته ورساوه

له ولسي جرګې څخه د هرات ايستل سوي وکيلي مېرمن سيمين بارکزۍ د لوږي اعتصاب پاى ته ورساوه.
د رويټرز آژانس وايي مېرمن بارکزۍ د دې اعتصاب پر ١٨ مه ورځ د مشرانو جرګې د پخواني رئيس صبغت الله مجددي په غوښتنه پاى ته ورساوه، خو دا نه دي ويل سوي چي مېرمن بارکزۍ په کوم شرط دغه اعتصاب پاى ته رسولى دئ.
سيمين بارکزۍ ځکه د لوږي اعتصاب شروع کړى وو چي د دې په وينا د انتخاباتو کمېسون يې په باب غيرعادلانه پرېکړه کړې وه، او ناحقه يې د ولسي جرګې له غړيتوب څخه بې برخي کړې ده.