په پاکستان کې د گازو د نرخونو د لوړولو پرېکړه وشوه.

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | اکتوبر 20th, 2011


کراچۍ : د اين اين آي خبري آژانس له مخې د پاکستان حکومت د ٢٠١٢ء د جنوري لومړۍ نېټې څخه د گازو په نرخونو کې ١٣.٦ فيصده د لوړوالي پرېکړه کړې. د پاکستان حکومت د اعلان څخه وروسته ١٣.٦ فيصده د گازو نوى نرخ ٤٥ روپۍ مکعب ملين برټش تهرمل يونټ وي. د پاکستان د پټروليم او قدرتي وسايلو وزارت په دې اړه وړانديزونه تيار کړي او ډېر ژر به د پاکستان صدراعظم ته وړاندې شي.

Copyright Larawbar 2007-2024