کور / تازه خبرونه / تازه خبر: قذافی ووژل شو

تازه خبر: قذافی ووژل شو

د لیبا پخوانی ولسمشر قذافی نن د سیرت په ښار کې د ناټو د پوځي الوتکو لخوا ووژل شو
د سی ان ان تلویزیوني چینل د قذافی د مړي ویډیو خپروي، چې پوځیان ترې تاو دي.

د لیبا د لنډ مهالې شورا یوه چارواکي د لیبا د تلویزیون له لارې ویلی چې ددې هیواد پخوانی ولسمشر معمر قذافي نن په سیرت ښار نیول شوی دی.
ځينې راپورونه وايي چې قذافی وژل شوي ، خو ځينې نور وايي چې سخت ټپي دی او لا ژوندی دی.
خو الجزیره تلویزیون په نویو خبری سرویسونو کې وویل چې قذافی وژل شوی دی.
خو تر اوسه لا نه ده ښکاره چې قذافی به ژوندی وي او که به وژل شوی وي، خو د قذافي مخالف ځواکونه وايي چې دوی د قذافي له ځواکونو وروستۍ مورچې هم په بشپړ ډول نیولی دي
سیرت ښار د قذافی د زیږدو ځای او د قذافی ورستی مورچل و.