زابل : ۱۵ وسله وال وژل سوي او ۴ ژوندي نیول سوي

عطاالله محمدي | اکتوبر 20th, 2011


دزابل امنیتي چارواکي وایي چی دتیرو ورځو راپه دیخواه ددې ولایت په دوو ولسوالیو خاک افغان او دایچوپان ولسوالیو کې دوسله والوپر ضد چاڼیز عملیات پیل کړي ولایت دامنیی قومندانی دامنیت امر سمونوال غلام جیلانی فراهی وایی چې ددې عملیاتو په ترڅ کې چې په دواړو ولسوالیو کې دوام لري ۱۵ وسله وال مخالیفین وژل سوي او څلورتنه ژوندي نیول شوي.
فراهی زیاتوي چې دعملیاتو پرمهال ددولت دوسله والو مخالفینو ۱۳ عرادې موټرسیکلان له منځه وړل شوي او یوشمیر وسلې او چاودیدونکي توکي هم دګډو ځواکونو لاسته ورغلی امنیت امر زیاتوي چې په عملیاتو کې افغان او نړیوالو ځواکونو ته کوم زیان ندي رسیدلی او اوس هم په دواړو ولسوالیو کې عملیات دوام لري.
په دي اړه تر اوسه خپله وسله والو څه نه دي ویلي.

Copyright Larawbar 2007-2024