کور / کره کتنه / ولسمشره له څېړنو دشرمیږم ؟

ولسمشره له څېړنو دشرمیږم ؟

Ibrahimi.jornalist@gmail.com
دتلې دمیاشتې ۲۳ مه شپه ، پوره ۱۲:۳۰ نیمې بجې يعنې نیمه شپه وه چې
یوناڅاپه دوردګو ولایت دچک ولسوالی دګردن مسجد (مجت ) په مُمدوکلې کې
دنورآغا په کور دبهرنيو یا افغان وژونکيوځواکونو زغروالې شوبلې او تیاري
راپیدا او دهغه په کور يې چاپه واچوله اوپه خواږه خوب ویده نور آغا چې
دکلي په ښوونځي کې دښوونکي یامعلم په صفت دنده اجراکوله له دوو پیغلو
خویندو يوه يې ۱۸ کلنه اوبله یي ۱۹ کلنه وه په شهادت ورسولې .
دغه شان وژنې کومه نوې خبره نه ده اوس نو ټول په دې پوهیږي چې دټولو
افغانانو دوژنو شیبې رارسیدلې دي اوټول دشپې اویادورځې لخوا په یوه اوبل
نامه باندې وژل کيږې کله دامريکايي ځواکونو لخوا دترهګرو په نوم وژل کیږو
کله دګډو ځواکونو لخوا دشکمن په نامه وژل کیږي کله دناپیژاندو وسله والو
لخوا په بل نوم وژل کیږو  خو داخو ټولوته څرګنده ده چې جنګ جګړې وي ويني
به بهیږي او ککرې به خاورې کیږي  .
په لنډو کې دغه خبره روښانه کول غواړم هغه داچې دغه دوې پیغلې اویو ځوان
دوردګو دیوسپین ږيری قومي او جهادي مشر او په  مشرانو جرګې د تېرې دورې
دمنتخب سناتور سميع جان شېرزاده و راره او دوې  ورېرې  شهیدانې شوې اودوه
نور وریرونه يې لاس تړلې  له ځان سره وړي اوبنديان کړي يي دی .
 خو ډیره دخواشینۍ  او دخفګان خبره داده زموږ دوژنې پوښتنه هیڅوک نه کوی
فقط وژل کیږو اوبیا ټاپه دترهګر راباندې لګول کیږی اوکه څوک پرې خبر شول
بیا سهوي توګه دوژل شوي نوم پري ایږدی او خپله خواشیني په  یوه خبر نامه
اعلانوي اورسنیو ته يي لیږي او خپر وي يي  او  بیا په دې وخت کې بهرني
ځواکونه او ولسمشر کرزی هم دخپل لوری یوپلاوی ټاکي او پلاوی ته دنده
سپاري ترڅو په جدی توګه يي پلټنه وکړي .
خو دغه څوکرښې ګرانو لوستونکیو ته له ډیره درده لیکم او هغه داچې په
والله دولسمشر په دغه شان کمسیون او ځيړنه خو شرمیږم ځکه شرمیږم کاشکي
ولسمشر او یا بل افغان ددغه شان شهیدانو اوبیګناه انسانانو دوژنې دپوښتنې
او ګرویږنې  واک اوصلاحیت درلودلای چې دکمسیون نتجه يي  بيا پلي کولی
شوای .
 بهرنيان خو همیشه دافغان وژنې دحادثه نه وروسته کمسیون ټاکي چې معلومه
شي چې عام وګړي اویا بیګناه انسانان په کې وژل شوي دی نو بیا ورته یوڅه
مرسته څه نقدي افغاني  ورکوي  زه وایم ولسمشره دڅیړنو غوښتنه اودکمسیون
جوړولو څخه تیرشه ځکه داڅه ګټه نه کوي زما خپل دوست او ګاونډۍ چې دغه
بهرنيا ن دشپې راته ووژني بيا خو په دې نه هیریږی چې یا ورته یولک افغانۍ
ورکړي اویا يي دبیت الله حج ته ولیږی زه وایم کاشکي ددی قاتلانو دمحاکمي
واک ستا حکومت اویا بل کوم افغان درلودی چې څو خارجیان خو مو دعامو
افغانانو دوژنې په خاطر په دار ځړولي وی او خپل  انتقام موترې اخیستی وای
ځکه که داسې ونه شي نو دا د غیرمتنو افغانانو  تګلاره نه ده چې  همېشه به
وژل کیږو  ربړول کیږو به او لاس ترزنې به ناست وو بل آخره  د وژنې او دغه
شان بی څيړنو اوتحقیق ګټه څه معنی لری؟اوبله داخبره دا به له خیره معلومه
شي چې داپیغلې اوځوان چې شهیدان شول که بیګناه ثابت شي آيا له
امریکايانوڅخه يي دشریعت  له مخې دیت اویا دافغاني دود اوکلتور له مخې
پور اخیستې شې ؟؟ .
 دپای خبره داچې  ددغه کمسیویونونو څخه  خلک خسته شوي او دهغه ټکسي موټر
چلوونکي خبره مې  یاد ته راغله چې له ده افغانانو څخه ميرويس ميدان (کوټه سنګي )ته روان
ؤ او خپله راډیو يې چالانه کړې چې دسرخبريې همدا دوردګو ولایت ددریو
شهیدانو په اړه دولسمشر لخوا دتحقیقي ټیم دلږلو خبرؤ .
موټر چلوونکي ناڅاپه راډیو ته لاس ورنیږدې کړ اوراډیو يې مړه کړه او ویل
يې چې کرزي هم بل څه کار نه لری بس همدا کمسیون جوړول او نتجه يي په اوبو
کې لاهول کول دي اوبس ، موټر چلوونکي لاسونه سره وموښل او څنګ ته يې
راوکتل  چې که کرزی غواړی چې دغه افغان کوشي بنده شي نو داخارجیان دې
پرې محاکمه کړي اویو دوه دې پرې راوځړوي اواعدام يي دکړي بيا ددی دافغان
په کور وروخیږي .