کور / اسلامي / شیطان پيژندنه – څلورمه برخه

شیطان پيژندنه – څلورمه برخه

شیطان په یهودیت کي :
په یهودیت کي لکه مسیحت او اسلام د «دیول» اود شیطان په  مفهوم کوم موجود نسته.
په عبرو کې د «بابلي »کلمې « سطان »مانا دښمن یا خنډ او تعقیوبونکی یا مدعی   ده
دیهودو په لرغونو کتابونو کې د «سطان »کړه  د مسیحت د  «دیول» او داسلام   دشیطان ته  ورته دي .
 د حکمت په کتاب( ۲:۲۴  ) کي سطان دټولو بدیو لیکونکی بلل سوی دی ، چې دنیاته  مړینه راولي،هغه دبي بي حوا  ختا ایستونکی بولي چې د شرارت په وجه له جنت څخه له  نورو ملایکو سره ایستل سوی دی
 (دا ینوخ دویم کتاب  ۲۴ ) کې راغلي دي ، چې  مخکې د هغه  نوم  «ستانیل» و ،بیا دهغه  نوم په «سطان» بدل سوی دی ، چې د بابلی کلمې«ستانیل» ریښه لري ،چې له « سپيل »څخه اخیستل سوی دی چې مانا ملایکه وه   دهغه ملایکې ورونو لکه  مکایل ،  رافایل، اوریل او ګابریل دی 
(د اشعیا دشهادت  ۲:۲  ؛او د آدم او حوا ژوند۱۶) کې راغلی چې « سطان» پر ټولو ملایکو  پاچاهی کوله .
 ( د جوبلی کتاب ۱۸:۱۷ )کې راغلي،  هغه خدای (ج) وهڅوی  چې له ابراهیم  (ع) څخه  د هغه د زوی اسحق د قربانی امتحان واخلي ( دلته قرانکریم ضد د اسمعیل (ع) پر ځای اسحق(ع) راغلی دی)
د« توبت» په کتاب کې« اسمودیوس» د «سطان» ورته بلل سوی دی په ځانکړی ډول د هغه شر  او بدی  ،هغه ته  د شر پاچا یا ( سمویل) هم ویل سوی دی
د یهود و په کتاب «تلمود» کې یې سطان  ته ځانګړې  مفاهیم ورکړي دي لکه  :
 سمویل: چې د سطان پاچا  دی  ، مخکی د جنت د ملایکو لوی شهزاده و
 هغه لکه نور آسمانی موجودات و، لکه الوتونکی الوتلای سو ، ګوزن غوندې  و،ښځه وه، ګدا و، یو ځوان سړی و. پورته پورته غورځیدی، په خیال کې دبزې په شکل  ظاهریدی،
د  هغه  دټول شرر تجسم ( خارجی صورت ) دی،هغه ټول خپل سوچ او کړه  د انسان دبې لارې کولو لپاره په کاروي.
سطان : سطان په یهوو کښي دښمن یا ( تهمت کوونکی ) مانا لري هغه دخدای ددښمن نه بلکې د هغه یو خادم راغلی دی چې د بشر ایمان امتحانوي ،سطان شرر خپروي ، او د مړینې  ملایکې ته  ورته شخصیت لري.
 سطان مار  د انسان  د ختاایستلو یو فعال استازی دی  چې د قابیل پلار بلل سوی دی   او موسی (ع) د مړینی او د بت شیوا سره د داود  دګناه  وسیله و .
که سطان خپلي موخې ته ونه رسیږي ډیرپه غوسه کیږي، اسراییلو ته د تورات ورکول  هغه ډیر خواشینی کړ نو د اسراییل يې ختا ایستل چي د زرو  دخوسکی عبادت وکړي
سطان پلیدی زیاتوی، د زیږیدو په مهال مور ملامتوي، هغه دمیسح دښمن او دجال دی
ها سطان: په اتلسمه پيړۍ کي  چاسیدیک یهودوانو« هاسطان  » بعل داور( دښمن) بللی دی
عبرو انجیل کې ( ها سطان) ته دښمن ویل سوی دی او وايي هغه  لکه یوه ملایکه بشرامتحانوي .
ها سطان د متهم یا دښمن په مانا  راغلی دی –(  سام(۱۰۹:۶)،لومړی سمویل(۴:۲۹)  او اعداد( ۲۲:۲۲)‎
ها سطان( ۱۳  )واري د   ماسوراتیک ټیکست د عبرو بایبل په دوو کتابونو کې راغلی دی
لوسیفر: په مسیحت کي ځینې ځایونه سطان ته لوسیفر هم ویل سوی دی چې په یهودیت کې هم  راغلی دی لکه 
په اشعیا ۱۲:۱۴ کې راغلی لوسفیریا د سهار زوی د بابولیانو پاچا یو  ریفرنس  دی
شیطان ودرید د اسرایلو په مقابل کی –( سام ۱۰۹:۶دویمه برخه)
او خدای هغه د « ریزن» د« یلیاد» زوی پرضد وهڅوی ( ریزن داسراییلو دښمن و چې د سلیمان  (ع)په وخت کي اوسیده ) لومړی ګینګ۲۳:‍۱۱
دسامیانو په اند مار د پورته نړۍ سره اړیکې لري، د تورات په اساس ادم  (ع) شیطان د مار په شکل  ولید.