قذافي تر لومړني بريد وروسته وژل سوی دی
د الجزيرې لخوا په تازه خپرو سوو ويډيوي تصويريونو کي ښکاري چي قذافي د ناټو د پوځي بريد وروسته زخمي سوی دی، له دغو تصويرونو څرګنديږي چي قذافي زخمي سوی دی خو حرکت کولای سي ، اوس داسي فکر کيږي چي نوموړئ به تر نيول کيدو وروسته له ژورو زخمونو ساه ورکړې وي يا به په مرميو ويشتل سوی وي .
معمر قذافی په ۱۹۴۲ زیږدیز کال د جون په اوومه نیټه د لیبياپه سیرت ښار کې زیږېدلی په کوم کې چې نن د ناټو ځواکو د پوځي الوتکو لخوا لومړی زخمي او وروسته ووژل شو.
په ۱۹۶۹ زیږدیز کال کې یې د محمد ادریس سنوسی واکمني دیوې سپینې کودتا په مټ ړنګه کړه او د لیبيا حکومتی سیستم یی د سوسیالیستی او اسلام دګډ ترکیب څخه جوړ کړ
د قذافی د واکمنۍ دوره د اوسني وخت د نړۍ له اوږدو واکمنیوڅخه وه چې له ۱۹۶۹ تر اوسه یې دوام درلود.
ویل کیږي چې په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ کلونو کې لیبيا یو ځانخواته (کونج ناستی ) هېواد و چې پکې د مشرانو لخوا تروریزم، وحشت، لوټ او تالان کیده.
قذافي د اوپیک د شرکت له ملاتړو څخه وو، کومو چې په افریقاکې د پان افریکن په نامه مبارزه کوله.
په لیبیا باندې په ۱۹۸۴ کال بمباري او د ملګرو ملتونو داقتصادي بندیزونو له کبله قذافي خپل چلند ته تغیر ورکړ، دا تغیرات عبارت له دې و چې لیبيا به د غربي هیوادونو سره په امنیتي، اقتصادي او نورو برخو کې نږدې په نږدې اړیکي پالی او همدارنګه د اتومی وسلی جوړلو څخه به لاس اخلی، چې دا تغیرات ددې سبب شول چې په۲۰۰۳ کې پرې بندیزونه بیرته لرې شي.
معمر قذافي په ۲۰۰۹ زیږدیز کال د افریقایی هیوادو دوره یي ریاست ته وټاکل شو
د دوه زره یولسم کال د فبروري په میاشت کې د دولت ځينومخالفینو چې د تونس او مصر له انقلابونو څخه یې الهام اخیست د قذافي په وړاندې یې لاریونونه پیل کړل او غربي هیوادونو ورسره هر ډول مرسته کوله، خو قذافی په ځواب کې وویل چې د بهرنیانو او کورنۍ ضد کړیو سره به تر هغه جنګیږي څو د وطن په لاره کې په شهادت ورسیږي.
د روان کال د جولای په ۱۵ د نړۍ دیرشو هیوادونو د قذافی تر مشرۍ لاندې حکومت غیر قانونی وباله او پر ځای یې د حکومت اپوزیسیون رسمی حساب کړ او ناټو د قذافي د ځواکونو لخوا د ملکي وګړو د وژنې په پلمه د لیبيا په پلازمینه طرابلیس باندې هوایي بریدونه پیل کړل چې د همدې بریدو په پایله کې نن د لیبياپخوانی مشر قذافي ووژل شو.