کور / هراړخیز / پر اورېدونکو د غږ اغېزه

پر اورېدونکو د غږ اغېزه

د یوه ویاند غږ د راډیو د ټولو خپرونو د ویاندۍ په باب د اورېدونکو پر ارزونې او قضاوت ژور اغېز لري. سربېره پر دې د غږ ځانګړتیا د ویاندۍ پر ناغږیزو اړخونو او پخپله د ویاند د شخصیت په باب هم انګېرنه او احساس لېږدوي. له همدې امله د راډیوګانو «چلوونکو» او خاوندانو ته په کار ده چې که غواړي د رسنیو په سیالۍ کې پاتې را نه شي، نو باید د خپلو ویاندانو په ټاکنه او ګومارنه کې له ډېر ځیر نه کار واخلي. څرنګه چې اورېدونکي ویاندانو ته د يوې خپرونې د مهم او مرکزي زړي په سترګه ګوري، نو له همدې امله د دغو مرکزي څېرو په باب د هغوی قضاوت د یوې راډیو پر ټولو خپرونو او ان پر ټوله رسنۍ اغېز ښندي.
 د بېلابېلو لیدپوښتنو پایلو دا ټکی په ډاګه کړی چې اورېدونکي، ویاندۍ ته ډېر ارزښت ورکوي. دا خبره له یو لړ راډيويي خپرونو سره په تړاو تر سره شویو ازمایښتونو هم زباته کړې ده. د ساري په     توګه په المان کې یوه خصوصي او «ناوړیا راډیو» (۱) چې له ویاندۍ او خبرو پرته یې خپرونې کولې له څه ناڅه دوه کاله خپرونو وروسته وتړل شوه. مانا دا چې اورېدونکي له خبرو او انساني غږ نه پرته راډیویي خپرونې نه خوښوي. په بله مانا د اورېدونکو تنده یوازې پر موسیقۍ او سندرو نه ماتیږي.
د یو شمېر ټولنپوهانو په وینا، ویاندان د یوې خپرونې د جلا جلا برخو او ټوکونو ترمنځ د پله رول ترسره کوي او رسنۍ بهرني چاپېریال ته ورپېژني. سربېره پر دې هغوی یوې خپرونې ته انساني څېره وربښي. ویاندان اورېدونکو ته له یوې رسنۍ سره د نږدې تړاو او هویت احساس وربښي او کولی شي چې اورېدونکي له راډیو سره د احساس په مزو وتړي.
د راډیوګانو مخ پر زیاتېدونکې پراختیا ته په پام سره له اورېدنکو سره د دغه شان احساس د  تړاو پالنه او ساتنه یو ارزښتمن کار بلل کیږي. د راډیوګانو د زیاتېدو په حال کې به خپرونو ته ستونزمنه وي چې پخپلو منځونو کې بریدونه سره تېر کړي. همدلته ده چې ویاندویي داسې یوه شونتیا او امکان ګڼلی شو چې کولی شي یوې راډیو ته نه یوازې ځانګړی او خپلواک هویت وروبخښي، بلکې دغه هویت ته پراختیا هم ورکړي. د ساري په توګه، «راخپل شوي» او «ګټلي» اورېدونکي له عادت سره سم تل هڅه کوي هغه خپرونه واوري چې زیاته یې خوښیږي. بېلا بېل اورېدونکي د یوې خپرونې په باب خپله ارزونه تر ډېره ځایه د هغې د ویاند په اړه له قضاوت سره په تړاو کې ترسره کوي.
د یادونې وړ ده چې د راډیویي ویاندانو په منل کېدو او شهرت کې تر ډېره ځایه د هغوی د غږ ځانګړتیا ټاکلی رول لري. د ادراک له پلوه، غږ لومړنی احساس دی چې اورېدونکی یې په راډیو کې د یوه چا په اړه ترلاسه کوي. خو د غږ په باب پر دغه لومړني احساس بیا تر ډېره ځایه د غږکچه، یانې لوړوالی او ټیټوالی ټاکلی اغېز لري. د اورېدونکو تر منځ بېلابېلو لیدپوښتنو په ډاګه کړې چې هغوی د یوه ویاند خواږه او پاسته غږ ته ډېر ارزښت ورکوي.
 د څېړونکو په وینا ژور غږ، فضا ډکوي. دغسې یو غږ د هغه د درلودونکي (ویاند) د شخصیت په باب یو ډول احساس رامنځته کوي او د هغه د وړتیاوو ټاپی یا شاخص ګڼل کیږي. د غږ د کچې په مرسته تر هر څه مخکې د یوه انسان د واکمنتیا، ذوق او ظرفیت په باب څرک لګېدلی شي. غږ او ویاند تر ډېره ځایه د یوې ټولګې او واحد په توګه درک کیږي. اورېدونکي د غږ د کچې له لارې د یوه ویاند د څېرې او واکمنتیا په باب په بشپړه توګه بېلابېل قضاوتونه کوي. [په اروپا کې] لوړ غږ ته د یوه ویاند له ماشومانه څېرې او د واکمنتیا له ټیټې کچې سره تړاو ورکول کیږي. په داسې حال کې چې ژور غږ نه یوازې پوخ او له ځلمیتوبه ډک انګېرل کیږي، بلکې هغه ته د واکمنتیا او له باوره ډک احساس له راپارولو سره تړاو ورکول کیږي. د  ژور غږ د زیاتې خوښېدا په پلوۍ د استدلال په لړ کې، په ورځني ژوند کې د یو شمېر لوړو او ژورو غږونو تعبیر او ارزونې ته ګوته نیول کیږي. د ساري په توګه، له لوړو غږونو نه تر ډېره ځایه د الارم، سیګنالونو او خطر په اړه د خبرتیا د وسیلو په توګه ګټه اخیستل کیږي، لکه امبولانسونه، د اوروژنې ګاډي او داسې نور چې په اورېدونکو کې د وېرې، ترورتیا او اندېښنې احساس راپاروي. خو ژور غږونه بیا تر ډېره ځایه فضا ډکوونکې، ارامي بښونکې او پاسته وي.
(Pay Radio)  ناوړیا راډیو(1)
اخځ: [د المان] د کولن پوهنتون مجله، دوېمه ګڼه، ۲۰۰۱ کال، ۴۶ او ۴۷ مخونه (پر الماني ژپه)