کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ولابد للقید أن ینکسر ( زولنې هرومرو ماتیږي )

ولابد للقید أن ینکسر ( زولنې هرومرو ماتیږي )

لوړ ه نیمه بیته یو ې فلسطینۍ مور دخپل زلمي زوی له تصویر سره لیکلې ده ، دیونیم ملیاردي اسلامي امت له منځه ، دا بوډۍ مور پرون کرۍ ورځ دخپل ځوان زوی ( خالدیوسف ) له تصویر سره د غزې په پوله ولاړ وه ، او د ( کتسیعوت ) له اسرائیلي زندان څخه یې دخپل ورک زوی دراتلو لارې څارلې !!



دفلسطینۍ ادې په دې خبره ( ولابد للقید أن ینکسر ) کې نور دشک هیڅ ځای نه وه پاته ، ځکه ټیک همدا مهال دخالد یوسف او زنداني ملګرو دسپارلۍ ګاډي له زندان څخه روان شوي وه ، او دمصر خاورې ته د داخلیدو په حال کې وه ، خو دنوموړي دشعر مخکينۍ نیم بیته ، که رښتیا ووایم هغه څه وه چې زما غوندې دسخت زړي اوښکې یې هم راماتې کړې .


شپیته کلنې فلسطینۍ ادې چې دفلسطین اشغال ترې مشر دی ، د خپل تریخ ماضي او تیاره مستقبل ټولې نا امیدۍ هیرې کړې دي او په پوره امیدوارۍ یې لیکلي ( لا بد للیل أن ینجلي ) ( شپه به هرومرو سهار کیږي ) هو ! یورښتینی مؤمن باید همداسې ایمان ولري ، لکه دشپې په سبا کیدو کې چې شک نشته ، دحق په کامیابۍ او دظلم او او ستم دتور دوران په تیریدو کې هم دشک ځای نشته ، خو ایمانونه او حوصلې به تلل کیږي !!


دفلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ داسیرانو اوسنۍ تبادله په رښتیا هم یوخوب ته ورته حقیقت دی ، تاسو لږ ژور فکر وکړئ ،یوازې په لومړۍ جوپه کې ۴۷۷ تنه بندي مبارز فلسطنینان چې ۲۷ تنه یې ښځې دي ، له یهودي زندان او د موساد له بوږنوونکو شکنجو څخه نجات مومي ، او خپلو میندو ، خویندو ، اولادونو او کورنیو ته ستنیږي !!


داچې راخلاصیږي څوک دي ؟


دیهودي سرتیري ( شالیط ) په مقابل کې راخلاصیدونکي فلسطینیان ټول هغه مبارزین دي چې داسرائیلي اشغال په وړاندې دجهاد په تور نیول شوي دي ، ددې ۴۷۷ کسانو له منځه هریو ددې وړ دی چې په ژوند او کارنامو یې رڼا واچول شي ، خو دلته به دبیلګې په توګه څو تنه دروپیژنو .


۱ ناصر نزال ــ دلویدیدیځې غاړې د طولکرم ښارګوټي اوسیدونکی دی ، چې په ۲۰۰۲ کال کې په نتانیا کې په اسرائیلي هوټل داستشهادي عملیاتو په ترسره کولو تورن وه ، په دې عملیاتو کې ۳۰ اسرائلیان مړه او نږدې یونیم سل نور زخمیان شوي وه ناصر نزال په ۲۹ کاله حبس محکوم شوی وه .


۲ یحیی السنوار ــ دغزې دخانیونس سیمې اوسیدونکی او حماس له بنسټ ایښودونکو څخه شمیر ل کیږي ، نوموړی په ۱۹۹۴ کال د اسرائیل پوځي ( نحسون واکسمن ) په وژلو تورن وه ، او په ابدي حبس محکوم وه .


۳ فادي الجعبه ــ دالخلیل ښار سره تړاو لرونکی په ۲۰۰۳ کال کې په حیفا ښار کې دیوه بس په الوزولو ګرم بلل کیده چې ۱۸ تنه په کې وژل شوي وه ، نوموړي ته د ۱۸ کاله حبس سزا اورول شوې وه .


۴ جهاد یغمور ــ دقدس اوسیدونکی نوموړي داسرائیلي پوځي ( واکسمن ) په نیولو او وژلو کې برخه درلوده او په همدې تور یې زندان ګاله .


۵ عبدالهادي غنیم ــ دغزې دالنصیرات کمپ اوسیدونکی په ۱۹۸۹ کال کې دیوه اسرائیلي بس دتښتولو او په چپه کولو په تور بندي وه ، چې ۱۶ اسرائلیان په دې پیښه کې وژل شوي وه .


۶ محمد حمات ــ په ۱۹۹۷ کال کې په اسرائیلو دتوغندیز برید له امله ګرم بلل کیده او ۳۳ کاله د حبس سزا ورته ټاکل شوې وه .


۷ نائل البرغوثي ــ دډيرو پخوانیو زنداني شویو له جملې څخه دی ، چې له ۱۹۷۸ میلادی کال راهیسې دموساد په زندان کې وه .


۸ سامي یونس ۷۸ کلن سپین ږیری فلسطینی بندي چې دخلاصیدونکو زندانیانو ترټولو مشر بلل کیږي ، له ۱۹۸۳ کال راهیسې زنداني وه .


۹ محمد دغلس ــ په ۲۰۰۱ کال کې په قدس کې په یوه اسرائیلي هوټل کې په چاودنه تورن وه چې ۱۳ اسرائیل یې وژلي وه ، نوموړي ته دابدي حبس سزا ورکړل شوې وه .


۱۰ احلام التمیمي ــ فلسطینۍ مبارزه میرمن چې دحماس له مقدمو افراد څخه شمیر ل کیږي دا هم په ۲۰۰۱ کال کې په اسرائیلي هوټل دبرید په جرم په ۱۶ کاله حبس محکومه وه .


۱۱ آمنه منا ــ دغې فلسطینۍ مبارزې دا نټرنیټي ملګرتیا له لارې دیوه اسرائیلي ځوان دوژلو پلان جوړ کړی وه ، ترڅو داسرائیلود جنایاتو انتقام ترې واخلي خو متاسفانه دخپل پلان په وروستۍ مرحله کې ناکامه شوه ، او اسرائیلي زندان ته ولوېده ، نوموړې په ابدي حبس محکومه وه .


۱۲ قاهره السعدي ــ د رام الله اوسیدونکې ده ، چې دوسلو په قاچاق ، دفلسطینی مبارزینو په تجهیز او جهادي عملیاتو تورنه وه ، دې ته هم د ابدي حبس سزا اورول شوې وه ..


باید ووایو چې فلسطیني عام اولس هم دا تبادله دیومهم جشن په توګه تجلیل کړې ده ، له غزې څخه راپورونه وایي چې فلسطینیان چې له تیرو دیرشو کلونو راهیسې یې دخپلو زندانیانو دخلاصون لارې څارلې اوس دخپلو امیدونو رښتیا کیدل په خپلو سترګو ویني او دا ځل دغم په ځای دخوښي اوښکې تویوي .


دنړیوال مبصرینو په قول دې پیښې وښودله چې په فلسطیني مقاومت کې دا توان شته ، چې دخپلو څوتنو بندیانو غوندې خپل درست اولس او اشغال شوې خاورې ته هم نجات ورکړي ، دفلسطین الیوم سایټ په وینا تیره ورځ دموساد مشر( تامیر باردو) داسرائیلي رژیم دکابینې په ناسته کې په جار وویل چې دخپل بندي عسکر شالیط خلاصون دنظامی عملیاتو له لارې ممکن نه وه ، نوځکه یې دومره ستره بیه ورکړه چې دنوموړي په خپله ناکامۍ ښکاره اعتراف وه .


الله تعالی دې دفلسطیني ځوریدلي اولس دا خوښي تلپاتې لارې او لوی خدای دې دافغان اولس زنداني زامن هم همداسې په خپل مرحمت راخلاص کړي ، آمین