کور / هراړخیز / توره طلا (پترولیم)

توره طلا (پترولیم)

نفت او ګاز  یا پترولیم چی په توره طلا سره شهرت لری، په حقیقت کی طلا نه، بلکه د عمل په ډګر کی د طلا نه کم نه دی، ځکه د نړی د نن ورځی اقتصاد په پترولیم پوری تړلی دی. نفت او ګاز دنن ورځې دزیاترو ناخوالواوکشمکشونو سبب شوی چی بیلګه یی  دعراق، لیبیا اوافغانستان هیوادونه دی، دنوموړو علتونو پربنسټ می اړینه وبلله چی په دی باره کی دامریکې غږ ویب پاڼې څخه خپره شوی مقاله له انګلسی ژبې څخه پښتوژبې ته وژباړم.


پترولیم یا نفت او ګاز د ډیرو پخوا وختونو څخه شهرت لری، یونانی تاریخ پوه هیرودت (Herodotus) ډیر د پخوا څخه د قیرو استعمال د تاریخی ښار بابلیون یا اوسنی عراق د ساختمانونو او سرکونو د جوړولو لپاره وړاندیز کړی ؤ.


 په لاتینی ژبه کی پترولیم د تیږی د تیلو(rock oil) معنی ورکوی، پترولیم یا نفت اوګاز د فوسیلونو دپاتی شونو(بقایاوو) د سون توکی دی. دغه باارزښته ماده یا فلوئید د نباتاتو او حیواناتو د پاتی شونوڅخه، کوم چی میلیونونه کاله پخوا مړه شوی وی، لاسته راځی. د حیواناتو او نباتاتو نوموړی پاتی شونی د وخت په تیریدلو سره تر ډیرو رسوباتو لاندی کیږی اووروسته د زیات حرارت او فشار لاندی واقع کیږی چی په نتیجه کی په توره طلا یا پترولیم (Petroleum) باندې بدلیږی.



شکل: د پترولیم  د معدنو شکل او نمونه یی .


 ذکرشوې جیولوجیکی پروسی په نتیجه کی د کاربن او هایدروجن مغلق مالیکولونه منځ ته راځی چې کیدای شی بعضی نورمهم عنصرونه لکه سلفر، نایتروجن، اکسیجن، بعضې فلزات او نور عناصر هم ولری. پترولیم دخپل تشکیل څخه وروسته د هغه ځای نه چی فشار زیات وی حرکت یا په جیولوجیکی اصطلاح مهاجرت کوی او هغه ځای کې چیرته چی فشار کم، ښه محفظه (ساتونکی پوښ) او سوری لرونکی (منفذداره) ډبری ولری قرار نیسی. پترولیم (او باالخصوص ګاز) کیدای شی تروش او یا خواږه وی، که چیری خام پترولیم (او باالخصوص ګاز) یا په بله معنی غیرتصفیه شوی تیل د سلفرعنصردرلودونکی وی د تروشو تیلو یا پترولیم په نامه هم یادیږی.


د تروشو تیلو(پترولیم) دتصفیې پروسه نسبت دخوږوپترولیمو د تصفیې پروسی ته ډیره جنجالی او مشکله ده چې زیات وخت ته او پیچلی تصفیه خانی ته ضرورت لری. خواږه پترولیم د سلفرعنصر په کمه اندازه یا ئی هیڅ نه لری، چې په خپل ذات کی بیا ډیر ارزښت هم لری.


د اتلسمی پیړی په لومړیو کی دپترولیم په باره کی نوې څیړنې پیل شوي، په همدی وختونو کی یوازې یو میتود کشف شو چی دهغې په واسطه یی د پترولیم څخه د خاورو تیل لاسته راوړل، له دی مودی نه وروسته د خاورو د تیلو ارزښت او رول ورځ په ورځ زیاتیدو، ځکه چی په دی وختونو کی د تیلو څخه د روښانه کولو او ګرم کولو په موخوکی ګټه اخیستل کیده.


اډوین ډراک (Edwin Drake) په ۱۸۵۹ میلادی کال کې د لومړی ځل لپاره دامریکې د متحده ایالاتونودپنسلوانیا دټیټوسوایل  (Titusville, Pennsylvania) برخی ته څیرمه دتیلو یو څاه برمه کړه.


په ۱۸۶۰لسیزه کی جان ډ. راکفیلر (John D. Rockefeller) د تیلو په سوداګری کی ځان شامل کړ، جان او د هغې شریکان په دی وپوهیدل چی دغه باارزښته ماده د ټولو تولیداتو د کنترول کولو توان لری، په همدې خاطر جان او هغه ملګرو دستندرد آیل کمپنی (Standard Oil Company) په نامه د تیلو یوه کمپنی جوړه کړه.


وروسته له هغې څخه دتیلوستندرد کمپنۍ ټول کارونه دبرمه کارۍ دتولیداتو نه نیولی  بیا تر استخراج، تصفیی  او آن تر انتقال او خرڅ لاو پوری په خپله سرته رسول مګر وروسته نوموړې کمپنۍ خپل پرمختګ ته دلاچټکتیا ورکولو په خاطر د نورو رقابت کوونکو کمپنیو تر سختو ګوت نیونو(انتقادونو) لاندی راغله چې بالاخره په ۱۹۱۱ میلادی کال کی د متحده ایالاتونو ستری محکمی د ستندرد کمپنۍ د تیلو د مارکیټ څخه په غلطه استفاده، یوه ماده تنظیم کړه، چی په نتیجه کی یی د تیلوستندرد کمپنۍ په څلور دیرشو نور آزادو کمپنیو وویشل شوه.


نن ورځ، ایکسون موبایل (ExxonMobil)، کانوکوفیلیپس (ConocoPhillips) او چیورون (Chevron) د تیلو مهمی کمپنی دی چې ریښه یې دتیلو په ستندرکمپنۍ پوری تړلی ده او د نړی د لویوتجارتی کمپنیو په قطار کی راځی.


اخځلیکونه:
http://www.voanews.com/learningenglish/home/a-23-2007-11-22-voa2-83131902.html
د لاس رسی وخت [15- 10- 2011].
http://www.ems.psu.edu/~pisupati/ACSOutreach/Natural_Gas.html
د لاس رسی وخت [15- 10- 2011].