کور / تازه خبرونه / د سعودي ولیعهد سلطان بن عبدالعزیز ومړ

د سعودي ولیعهد سلطان بن عبدالعزیز ومړ

د سعودي ولیعهد سلطان بن عبدالعزیز د ۸۶ کلونو په عمر نن د امریکا په نیویارک کې له ور پېښې ناروغۍ ومړ

نوموړی له تیرو څو کلونو راهیسې له روغتیايي ستونزو سره مخ و. چې یوه میاشت وړاندې د خپلې درملنې لپاره امریکا ته تلی و، چې تر اوسه هلته پاتي او بلاخره نن د سعودي عربستان شاهي چارواکو د نوموړي د مرګ تایید وکړ.

سلطا بن عبدلعزیز د سعودي عربستان د بنسټ ایښودونکي عبدالعزیز پنځلسم زوی و.

د سعودي عربستان چارواکو ویلی چې دوی به د سلطان مړی عربستان ته راوړي او د جنازې مراسم به د سه شنبې په ورځ پیل کیږي

شنونکي په دې باور دی چې د سلطان مرګ به دده زوی بندر بن سلطان ته ددې زمینه مساعده کړي چې د قدرت را خپلولو هڅه بریالۍ کړي.
د بندر بن سلطان تر شا امریکا ولاړ ده، او په دې تورن دی چې د امریکا له جاسوسي شبکو سره کلکې اړیکې لري، نومړی شل کاله په امریکا کې د سعودي عربستان سفیر پاتی شوی دی.