کور / د ډيورنډ کرښه / قبايلو ته دي د خپلي خاوري واک ورکړه شي

قبايلو ته دي د خپلي خاوري واک ورکړه شي

ليکوال: محمود خان اڅکزى

ژباړه: فايق خان يوسفزی – لندن 

د خیبر پښتونخوا د لاندینيو اولسوالو سره پيئلی شپږ قبایلي سیمې او ۷ ایجنسۍ پرتې دي. لومړۍ هغه قبایلي سیمې چې د پيښور اولسوالۍ سره انډول دي. دویم قبايلي علاقې چې د کوهاټ اولسوالۍ سره انډول دي. دریم قبایلي علاقې چې د بنو اولسوالۍ سره تړلې دي. څلورم قبایلي سیمې چې د لکي مروت اولسوالۍ سره تړلې دي. پينځم هغه قبایلي علاقې چې د ډیره اسماعیل خان اولسوالۍ سره انډول دي شپږم هغه قبايلي سیمې چې د ټانک اولسوالې سره انډول لري.اووم باجوړ ایجنسی، اتمه اورکزئ ایجنسی، نهمه مهمند ایجنسي لسمه خیبر ایجنسي، یولسمه کرم ایجنسی، دولسم شمالي وزیرستان دیارلسم جنوبي وزیرستان له باجوړ څخه تر جنوبي وزیرستانه پورې دا په زرګونو مربع میله قبایلي سیمې که یوې خواته د ډیورنډ په کرښه د افغانستان سره تړلي دي نو بل اړخ ته د خیبر پښتونخوا سره تړلي دی او په جنوب کې د وزیرستان ایجنسئ د لاری د بلوچ پښتون صوبې د پښتنو د شیراني او مندوخیلو د سیمو تړلې دي.

په دغه ټولو سیمو کې په سل په سله سوچه پښتانه میشت دي.په افغانستان، خیبر پښتونخوا او پښتون بلوچ صوبه کې میشت پښتانه او د قبایلي سیمو پښتانه یو شان خلک دي. او د دود دستور رسم او رواج، غم ښادئ مذهب او ملت په کلکو وندنو سره تړلي دي. هم دغه لامل دی که په مینځنې پښتونخوا کې امن وي او که جنګ، د دي سره تړلې افغانستان، خیبر پښتونخوا او د پښتون بلوچ صوبې پښتنې سیمې بې د اغیزه نه شی پاتې کیدلې. او دا په خپلو کې سره وروڼه قبایل د یو بل د اغیز نه په تیرو وختونو کې بچ پاتې شوي دي او نه په راتلونکی وختونو کې پاتې کیدلې شي. نن سبا د شور او زوږ دی چې باید سولې ته یو وار ډاګه هواره کړل شی. او باید په قبایلي سیمو کې چې کوم بغاوت، اړ دوړ، او ترهګري روانه ده چې په پاییله کې يي هلته په جګړه بوخت په زرګونو عسکر وژل شوي دي، او په زرګونو لکهونو زمونږه قبایلي کورنۍ په نورو سیمو ته په کډه کېدلو مجبور شوي دي.خو د سولې د راتللو لا تر لېری لېری پورې امکانات په نظر نه راځي دا سوله ولي نه راځي؟

سوله او امن به څنګه راځي. د پاکستاني ګوندونو په تیره غونډه کې هم په دی خبره ټينګار کیدلو چې باید سولې ته یو وار ټغر خور کړل شي. په دی قومي بلکه نړیواله ستونزه د څه وييلو يا لیکلو مخکې موږ باید په ایماندارئ ځان په قبايلي سیمو او میشتو قبایلي وګړو په خوي خصلت پوهه کړو.او په ریښتونې توګه به د مسلې داسی حل موندل وي چې هغه سم وي او د تل لپاره وي. او دغه حل هله موندلې شي چې موږ د چا د ویرې ترهې بغیر صرف او صرف د ريښتياو په اساس په مخ ولاړ شو. کنه نو بیا سوله هیڅکله نه شی راتللی. هغه ریښتیا څه دي؟

وړومبی، ریشتیا دا دی چې د باجوړ نه ونیسئ تر وزیرستانه او د اولسوالو سره تړلو سیمو دغه ټول خلک په مذهبي توګه کلک مسلمانان  او په تاریخي توګه د میدان توریالي دي.
دویم ریښتیا دا دي چې دا قبایل په کومه خاوره پراته دي دا دوي ته نه چا په زکات کې ورکړی ده او نه په خیرات کې، بلکه دا سیمې او د دی یوه یوه انچئ خاوره چې دا قبایلي پښتانه يي ځان مالکان بولي، دوي ته د سلګونو کلونو د هر یرغلګر او تیريګر په خلاف د سر او مال د قربانئ په بدله کې د خپل کور او د خپل ګور په توګه ساتلی ده او مدام يي په ازاده توګه دغلته ژوند ژواک کړی دی.او د مودو راهیسی قبایل هر هغه کس ته خوا که د پاکستان پوځ وي او که بهرني جنګیالي،خو چې د دغې سیمې اوسیدونکې نه وي د مداخلت کار او یرغلګر په نظر ګوري.

دریمه ریښتیا خبره دا ده چې د دغه قبایلي سیمو یوه لویشت خاوره داسی نشته چې مالک يي مالوم نه وي.څلورم ریښتیا دا دي چې د دغه قبایلي ایجنسو او ورسره د تړلو سیمو قبایل د دغه خاورې مالکان او برخه وال دي.او هغه داسی چې، باجوړ د ترکلانيو، سلازیو، ماموندو او اتمان خیلو ملکیت دی.یا د دغه پورتنیو قبیلو د څانګو خیلونو ملکیت دی.دغه شام مهمند ایجنسي د مهمندو او ساپیانو ملکیت دی، خیبر ایجنسی د افریدو، شینوارو، ملاګورو ،شلمانو او د دوي د وړو خیلونو ملکیت دی.اورکزی ایجنسی د اورکزو او د دوي د ذیلي ټبرونو ملکیت دی. دغه شان کرم ایجنسی د توري او بنګشو د قبیلو او د ذیلي څانګو ملکیت دی.جنوبي وزیرستان د وزیرو، مسیدو، بیټنیو، دوتانیو او سلیمان خیلو ملکیت دی. او هم شمالي وزیرستان د وزیرو او داوړو قبیلو خاوره ده.

دغه شان د اولسوالیو سره د تړلو شپږو سیمو خاوره د افریدو، وزیرو، بیټنیو، مسیدو او شیرانیانو ملکیت دی. له بده مرغه د پاکستان په اوږدو او پلنو کې داسی دروغژن فکر خپور کړل شوی دی چې دا قبایلي سیمې د  قاتلانو، بې سوادو، ظالمانو او فرقه پرستو خلکو ټاټوبی او مرکزدي.او دغه شان دا خاوره بې مالکه ګرځول شوی ده او د پتمنو او غیرتي قبایلو اصلي مخ تور کړی شوی دی.خو ریښتیا خبره دا ده چې دغه خاوره بې مالکه نه ده او د هرې انچئ خاورې مالک مالوم دی. سربیره په دی د دغه قبایلو ټولنیز نظام او دغه قبایلي پښتانه د پاکستان د غټو غټو ښارونو د ککړتوبو په پرتله پاک سپیځلي او ریښتوني خلک دي او د ښارونو د ټولنیزو ککړتوبونو نه پاک ساک او سوچه پښتانه دي.د اوسني خونړي ناورین چې هغه هم ځايي خلکو نه دی پېل کړی څخه مخکې د قبایلي سیمو امنیت د پاکستان د غټو ښارونو اسلام اباد، کراچۍ، لاهور، پيښور او کويټی په پرتله په څو چنده ښه و نن هم په قبایلي سیمو کې قماربازي، شراب خوري او په لاویانو باندي جنسي تیري د نیشت برابر دي او دا ټول بد کارونه د پاکستان د تش په نوم مهذبو ښارونو په لارو کوڅو کې شتون لري.
پینځم تریخ ريښتیا دا دي چې په دغه قبایلي سیمو ته راغلي یا رابلل شوي د زرګونو په تعداد کې  چیچن، عرب ازبک ، تاجک او د چا په وینا د ایران او چین اوسیدونکي د قبایلي خاورې سره هیڅ رشته نه لري او نه د دی خاورې اوسیدونکي دي.

شپږم تو خطرناک ریښتیا دا دی چې دغه راغلو بهرنیانو او د دوي پلویانو څنګه زرو ته نیزدي قومي مشرانو د سر خلک، عالمان،او د باور وړ پښتانه په نامالوم تور ووژل او تر ننه د هیڅ یو قاتل نه دی مالوم.دا وژنه د دی خونړۍ لوبې د پیل نه مخکې په قبایلي سیمو کې ناممکنه وه.

اووم ریښتیا دا دي چې دغه قبایلي خاوره په دومداره توګه په افغانستان کې د مداخلت د پاره کارول کیږي چې په نتیجه کې دغه سیمه د بې پيلوټه جاسوسي الوتکو د بریدونو تجربه ګاه جوړه شوې ده.خو د حیرانتیا خبره دا ده چې زموږ قبایلی وروڼه نن هم چینې، غوړي، وړه، تیل مالګه بغیر د پولیټیکل د مجازنامې نه خپل کور ته نه شی وړلې.او د پاکستان د عام وګړي نه واخلی تر سیاسي، مذهبي او فرهنګي مشرانو پورې هیڅوک هم دغه سیمو ته د تللو اجازت نه لري.نو دا بهرنیان دغلته څنګه ولاړل. بیا چا دومره زوره کړل؟چې زمونږه د توپک او تفنګ د هنر مندو قبایلو په زرګونو مشران ووژني او بیا هم هلته ژوند کوي. او څوک ترینه پوښتنه هم نه کوي.دغه پتمن قبایل داسی يرول شوی دی چې يا خو ټول ټول کلي کډه شوی ده او چې کوم پاتې دي هغه دا برامته دي چې هر څه ويني ګوري خو ږغ نه کوي. زمونږه د توریالو غیرتمندو قبایلي وروڼو خاموشی به کمزوري ګڼل یوه لویه تیروتنه وي.او دا خاموشي به د یو لويي توپان پېلامه جوړه شي.په پښتنو کې یو متل دی چې یو پښتون څلویښت کاله وروستو د خپل یو نازولي انتقام واخیستلو،نو يو خپلوان ورته ووییل چې دومره بیړه دی ولې وکړله.که په ریښتیا چا ته دا ملک او په قبایلي سیمو کې میشت پښتانه خواږه دي.نو مخکې د دی چې د قبایلي پښتنو په زړونو کې د د خپلو مشرانو، عزیزانو، ماشومانو د وژونکو خلاف او د خپلو ماجتونو، جنازو، لوبغالو،او نورو ټولنیزو ځايونو د غیر خوندي کیدلو له کبله جوړ شوی اتش فشان ډز وهي، او خداي دی نه کړي دا هر څه لکه د سیلاب یوسي.

باید څه وشي او د ژر نه ژر وشي. نړۍ په پاکستان او د پاکستان په پوځ ډیر خظرناک تورونه لګوي او د دغه تورونه ځواب دا اوسني حکومتي دروغ او چالاکئ نه دي.د دغه دروغو په خر سپرلۍ خو مونږه دی حال ته راورسولو. سټراټیجیک ډيپت،(سترتیژیکي ژورتیا) ښه تالیبان او بد تالیبان،د افغانستان د پاکستان پينځم ولایت ، په افغانستان کې د پاکستان د خوښی واکداري، پاکستان خو په افغانستان کې لاسوهنه نه کوي او دا هر څه خو د پاکستان د کمک او مرستې نه پرته هلته روان دی.او دا ډول د نورو دروغو وییلو وخت تیر دی دا اوس کار نه کوي. موږ به غوڅه پریکړه کوو چې موږ په افغانستان کې سوله غواړو که جنګ؟ اوس نړۍ هم د پاکستان نه سکوټ ځواب غواړي. نو اوس نورې د بوسو لاندی اوبه بوتلل ګټه نه کوي اوس به نړۍ، د قباییلي سیمو اوسیدونکو، چیچنو ازبکو او نورو راوستو شویو مېلمنو او خپلو خلکو ته په سپینه  وییل وي چې مونږه په افغانستان او په دی سیمه کې څه کول غواړو.يا خو دا خبره ده چې خدائ مه کړه مونږه په افغانستان کې د امن پلویان نه یو نو د دی مالومې نتیجې او پایلې دی. یو خو به دا ملک او سیمه د جنګ په داسی لمبو وسوځي چې د ۶۴ کالونو جوړه شوی وداني به ایره ایره شی. دویمه نتیجه به يي دا وي چې افغانستان او پاکستان به نه خپل واک وساتي بلکه د استقلال د ستونزی سره به مخامخ شی.او که چیری مونږه په افغانستان کې د امنیت او سولې پلویان یو نو کنجي يا کیلي يي دا ده چې، د افغانستان سوله او امنیت د فاټا د سولې او امنیت سره تړلې دی او هغه داسی کیدلې شی چې وړومبۍ چې مونږه د اوو ایجنسو د وګړو او قومي مشرانو سره خبره وکړو او هغوي د دغه خاورې مالکان وګڼو او مالکان يي جوړ کړو او د امنیت په راوستلو کې ترینه کمک وغواړو.

دویمه هلته راوستل شویو مېلمنو ته په زغرده ووایو چې مونږه دلته د سولې پلویان یو.تاسو مهرباني وکړي، په افغانستان، قبایلي سیمو او ورسره پیوستو علاقو کې نور جنګ ته د پايي ټکی کیږدئ. ښه به دا وي چې دا خبره د استخباراتو او د پیاوړو قبایلي مشرانو په موجودګئ کې هغوي ته وکړل شي.
دریمه دا ده چې که ممکنه وي امریکې او د دغه مېلمنو پلارنو هیوادونو ته به خواست وکړو چې دغه خلک وبخښي او که دوي خپلو هېوادونو يا نورو ځايونو ته تلل غواړي نو اجازت دی ورکړل شي. ، او که څوک تلل نه غواړي نو باید بې وسلې کړل شی او دلته د اوسیدلو لاره ورته برابر کړل شي.

په روانه جګړه کې چې د قباییلي پښتنو کوم جاني مالي او ټولنیز تاوان شوی دی د هغې دی ورته د جبران ورکولو بندوبست وکړل شی.بلکه هرو مرو دی تاوان ورکړل شي.
په قباییلي سیمو کې میشتو ځايي خلکو ته دی د خپلې خاورې ملکیت او واک ورکړل شي. او پاکستاني پوځ دی بیرته راوځي. چې دا هر څه وشي بیا وروستو په قباييلي سیمو کې د سیاسي او نورو اصلاحاتو خبره راځي.