کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ځلا را به (ز) یا (ظ) نویشته کو چه فرق میکنه

ځلا را به (ز) یا (ظ) نویشته کو چه فرق میکنه

 تیره ورځ مي غوښتل خپلي لومړنۍ لورکۍ ته چې چې ځلا نومیږي او لا د دریو میاشتو نه ده پاسپورټ جوړ کړم.  د عرب اماراتو په دوبی ښار کې د افغانستان قونسلګري ته له غوښتل شویو اسنادو سره ورغلم او د پاسپورټ له اداري مدیر سره مي خبره شریکه کړه . اداري مدیر چې یو بې ډوله او بې سلیقې ځوان وو په بې ادبي او غیر اخلاقي انداز د صبر کولو وویل ، زه لا انتظار خوني ته نه وم ننوتی چې بیرته یې را غږ کړل . کله چې ورغلم د نوي پاسپورټ د عریضې د لیکلو یا فورمې د ډکولو مي ورته وویل چې معمولاً باید د کمپیوټر په مرسته په یوه خاص کاغذ کې ولیکل شي  . ځوان مامور چې ژیړ کمییس یې په غاړه وو په پاړسي ژبه  وویل :  ( نام دختر چه هست ؟ )   ما ور غبرګه کړه : د ما شومي نوم ځلا ده  ما مور وپوښتل : (  ځلا چه مانا دراه ؟)   ما د ځلا مانا ورته وویله چې دا د پښتو لفظ دی او ځلا روښنایي ته وايي .
نوموړي متعصب او بیسواده مامور چې حتماً به د دوبی قونسلګري ته په واسطه  راوستل شوی وو داسي را غبرګه کړه ( اوهو  نام پشتو را باز که مانده ، سم سهي نام بان زالا  باز چه هست.)  په دې خبرو یې زما عصاب دومره خراب شول چې نور مي نه ژبه کنټرول کړی شوه او نه هم عصاب ، په قهرجنه لهجه مي ورته وویل : چې ته بیسواده څه حق لرې چې ماته د نامه مشورې راکوې بل تا ته چا دا حق درکړی چې ته د پښتو د نوم د نه ایښودلو فیصلې وکړې …
رښتیا خو داده چې د ځلا د نامه ایښودلو لپاره ما د نړۍ له سلو نه زیاتي ژبي وپلټلې چې  ځلا په کومه بله ژبه کې بده مانه ونه لري او سبا ورځ  مو خدای مه کړه اولادونه د چا د تمسخر او ټوکو وړ ونه ګرزي . بل مي له خپلو مشرانو سره د نوم په ایښودلو کې هم سپين سترګې کړې وه ځکه چې  زموږ په ټولنه کې معمولاً د ماشوم تر  پلار نور مشران یي  لکه د ماشوم نیکه ، مشر تره ، نیا  ، ترور اونور یې باید نوم کیږدي . او دا یو ډول شرم دی چې کشر پلار دي را ولاړ شي او په ماشومي دي په خپله نوم کیږي (دا یوه رواجي خبره ده ،او  دا رواج  د اکثرو پښتنو په سیمو کې شته ).  نو ایا ددې بیسواده او بې کفایته مامور دا خبري په داسي صورت کې څنګه وزغملی شي ؟
زما او مامور په جنجال ناست کسان راپورته شول او په قونسلګري کې لږ  شور او زوږ جوړ شو. مامور چې زه ولیدم چې ښه پوره جدي شوی یم ،  ویې ویل : ( خو زالا چه طور نوشته میشه به ( ز ) یا ( ظ )  ؟)  ما  هم په یوه سپین کاغذ د ځلا نوم ولیکو . کله چې یې کاغذ ته وکتل نو ویې ویل : ( کامپیټر ما خو پشتو نه داره که  (ځ)  را نویشته کنم  ، خیر است ځلا را به  (  ز )  یا  ( ظ ) نویشته کو چه فرق میکنه . )  په دې خبره  مي دده حماقت او بیسوادي ته له قهر سره سره خندا راغله حیران شوم چې اوس دې بیسواده احمق او بې هنره مامورته څه وایې ؟   بس یوازي مي دومره ورته وویل چې ته  د (حافظ) نوم  ( اپیز) ولیکه ایا دا امکان لري ؟ او یا هم غفار په غپار ولیکې دا کیدی شي ؟ هغه بې ځوابه پاتې شو او بیا یې پړه په سیسټم او کمپيوټر ور اچوله .   په هر صورت په ډیر نرمه لهجه او مینه مي ورته وویل چې قند ښه بې سواد خو یې   ته چا دلته کښېنولی یې چې په کمپیوټر کې دي یوه پښتو نه شې راوستلی  او سر مي ور خلاص کو چې د وینډوز  اکس پي سره چې د ۲۰۰۱ په اګسټ میاشت کې ریلیز شوی د پښتو ژبه د مایکروسافټ له خوا په رسمي بڼه  انسټال ده. او ته کولی شې د کنټرول پینل په مرسته یې په یوه مینټ کې فعاله کړې . خو نوموړي بې سواده مامور بیا ټینګار وکړ چې سیسټم ما خو پشتو نه داره او زه یې نه شم راوستلی ، که یې ته کولی شې راشه او خپله یې ولیکه .
وروسته زه پوه شوم چې رښتیا یې هم  د کوم قومندان ،ولسوال یا والي د کورنۍ کوم لوچک او بیسواده فیشني ځوان په واسطه او رشوت  دې ادراې ته راوستل شوی ځکه دا کار د کمپیوټر په بنسټیزو پروګرامونو کې ترسره کیږي او څوک چې له کمپیوټر سره لږ هم اشنا وي کولی شي ترسره یې کړي .  او یا هم دا ځوان  دستوري او قصداً  دلته کښینولی شوی تر څو د دوبی له مسافرو مزدورو او بیچاره پښتنو څخه چې اکثر یې هم نا لوستي دي ګټه پورته کړي او د پاسپورټ غوندي په مهمو اسنادو یې ملنډي ووهي .
له ډیرو خبرو او جنجاله  وروسته زه خپله د کمپيوټر مخته کښینستم  د پښتو ژبه مي په څو سیکینټو کې  فعاله کړه او ځلا مي ورته ولیکله .   له دې جنجاله ورسته مي تکل وکړ چې محترم قونسل صاحب ته ورشم او ددې بیسواده مامور شکایت وکړم ، خو ښه وو چې قونسل صاحب په خپله راووت او پوښتنه یې وکړه چې دا جنجال ولی جوړ شوی او څه خبره ده ؟   ما  د  ( ځلا را به   «  ز  »  یا  «  ظ  » نویشته کو چه فرق میکنه ) ټوله کیسه وکړه .  قونسل  چې پوه شو چې  کیسه نوره هم ورانیږي نو یې ژر خپله غلطي ومنله او نور یې په پستو او خوږو کیسو پیل وکړ چې ته خو یو ځوان یې مه احساساتي کیږه خیر دی هغه بد وکړل هغه هم ځوان دی ، د وطن حالات  او بیا د دولت د ښه تنخوا د نه ورکولو شکایتونه  پيل  شول  .